Homeخبرونهد افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو پر تخنیکي مسایلو له قطر سره...

د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو پر تخنیکي مسایلو له قطر سره بحثونه کېږي

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند د سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په مشرۍ د دوی لوړ رتبه پلاوي پرون قطر ته لاړ.

 د دغه سفر موخه د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي مسایلو بحث بلل شوی دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.

قطر او ترکيې په ګډون مخکې د کابل نړیوال هوايي ډګر د تخنیکي چارو د مسوليت اخيستلو په اړه طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

اوس معلومه نه ده، چې ترکيه له دې خبرو څنډې ته شوې او که د کابل نړیوال هوايي ډګر په تازه مذاکراتو کې شامله خبره نه ده.

یو شمېر افغانان قطر د امریکا د یوه نیږدې متحد په توګه طالبانو ته په خیر هېواد نه بولي او وايي، چې امريکا د دغه هېواد د حضور په وسيله په نا مستقيمه توګه غواړي طالبان په خپل کنټرول او تاثير لاندې وساتي.

ځینې شنونکي پر طالبانو نیوکه لري، چې د کمزورو بهرنيو تعاملاتو پر ځای غوره ده لومړی د ښو تعاملاتو لپاره وړ افغان کادرونه په خپل حکومت کې شامل او بيا د دوی په وسيله امريکا او نورو قدرتونو سره په مستقيم ډول لازم تعاملات او د افغانستان په خير اړیکې وپالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...