یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+من تشبه بقوم.... حديث؛ د پایڅو او ږیرې حکم

من تشبه بقوم…. حديث؛ د پایڅو او ږیرې حکم

کتاب: د بدلون پر لور
لیکوال: رحمت شاه فراز

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمايي: 

((من تشبه بقوم فهو منهم)) ژباړه: چا چې له کوم قوم سره ورته والی وکړ، هغه به (د قیامت په ورځ) له هغوی څخه وي. یاد حدیث عبدالله ابن عمر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، او أحمد او أبو داؤد په خپلو سننو کې را نقل کړی. 

د پورتني حدیث په څرګنداوي او تشریح کې ډېری علما په دې اند دي چې له کفارو، مشرکانو، مجوسانو، فاسقانو او بې دینه خلکو سره هر ډول ورته والی تر دې حدیث لاندې راځي. توپیر نه کوي که هغه ورته والی او شباهت په جامو کې وي، که په صورت کې، او یا هم په دنیوي، عقیدوي او کلتوري امورو کې، لنډه دا چې هر ډول ورته والی او شباهت ناروا او حرام دی؛ حال دا چې حقیقت په دې ډول نه دی. د دې حدیث په اړه علماوو تر ډېره بریده افراطي دریځ خپل کړی. په دې هکله د ټولو علماوو نظر تشه یوه ادعا ده، او هېڅ تفسیر او تعبیر يې د علم او استدلال په تله برابر نه خېژي. او په دې ټول پوهېږي چې دین هېڅ کله په دعوو خپله خبره نه کوي، بلکې خپله هره خبره په علمي او عقلي دلیل بیانوي. همدا رنګه په دین کې بې بنسټه او بې دلیله دعوې اصلا ځای او مقام نه لري. 

د دې حدیث اصلي موخه دا څرګندول دي چې یو مسلمان ته هېڅ کله هم پکار نه دي چې په هغو چارو کې له نورو اقوامو سره شباهت او ورته والی وکړي او یا له هغوی نه یو څه را پور کړي چې په هغو کې اسلام څرګندې او روښانه لارښوونې لري. د بېلګې په ډول، یو مسلمان باید په دې پوه وي چې اسلام د عباداتو په اړه خپل لیدلوری، قوانین او شرطونه لري، د عباداتو په برخه کې له نورو سره شباهت کول، یا له عیسويت، یهودیت او یا بل کوم دین څخه یوه کړنه د عبادت په ډول را پور کول، هېڅ کله اسلام ته د منلو نه ده. په همدې ډول، هغه دودونه چې اسلام روا کړي، لکه ولیمه، اخترونه او داسې نورو ځانګړو ورځو په هکله اسلام خپلې لارښوونې لري چې یو مسلمان بل هېڅ دین او مذهب ته اړتیا نه لري. 

د دې برعکس، په کومو برخو کې چې اسلام څرګندې او ټاکلې لارښوونې نه لري، په هغو کې هر انسان دا واک او اختیار لري چې د خپلې خوښې او طبیعت له مخې د هر قوم کړنه یا عمل یې چې خوښ وي، هغه راخپل کړي. د بېلګې په ډول، اسلام د جامو، وېښتانو، تګ، خبرو اترو، او ځینو نورو ټولنیزو ادابو په هکله یوازې اصول بیان کړي. یعنې اسلام د جامو په هکله وايي چې درنې او د ستر پټوونکې جامې باید واغوستل شي؛ په تګ کې اسلام میانه روي غوره بولي؛ د خبرو لپاره اسلام غږ او د خبرو انداز ته پام کړی. او د شخصیت او ټولنیز ژوند په تړاو نورې ټولې لارښوونې په همدې ډول اصولي خبرې دي. 

د اصل په اړه موږ پوهېږو چې هر اصل خپل اطلاق غواړي. د دې اصولو اطلاق او عملي کول، اسلام د مسلمانانو په واک کې ورکړي. د بېلګې په ډول، د جامو په هکله د دروندوالي اصل ښودل شوی. اوس دا پرېکړه چې درنې جامې څنګه وي؟ د دې پوښتنې ځواب یې نه دی ورکړی، ځکه اسلام د انسان را محدودوونکی دین نه دی. که د دې ځواب ویل شوی وای چې دا او دا جامې درنې دي. نو په حقیقت کې به اسلام د انسان لپاره دایره را تنګه کړې وه. دا هغه مسله ده چې د هر عصر تهذیب و تمدن او د هرې ټولنې فرهنګ ورته ځواب ویلی شي. هر عصر د انسان په ژوندانه کې نوي بدلونونه او تغیرات پنځوي. د اسلام تر ټولو ستره ښکلا همدا ده چې هغه مسایل چې په هغو کې انسان نوښت او ابتکار کولی شي او نوي نوي اړخونه پکې را برسېره کولی شي، د هغو په هکله یې یوازې تر اصولي لارښوونو پورې بسنه کړې. 

په دې اساس، د دې حدیث په استناد دا خبره چې له نورو اقوامو سره په لباس، صورت، او ټولنیزو ادابو کې ورته والی او شباهت حرام او د اسلام خلاف کار دی، بې بنسټه او د اسلام په سپېڅلې لمن تور داغ دی. اسلام هېڅ کله په داسې څیزونو بندیز نه لګوي. هر مسلمان د اسلام اصولو ته په پام سره کولی شي چې هر ډول جامه، صورت او ټولنیز اداب ور خپل کړي. 

د علماوو په هغه نظر یوه بله نیوکه دا هم کېدی شي چې که چېرته له تشبیه څخه دلته د هر ډول ظاهري، صوري او باطني تشبیه مراد وي، نو بیا هغوی اړ دي چې د انسان د ظاهر او صورت په اړه د اسلام کامل نظام او لارښوونې هم را په ګوته کړي. دا راته وښيي چې اسلام د وېښتانو په اړه څه نظر لري او څه ډول وېښتان په اسلام کې معتبر دي؛ دغه راز د جامو په اړه ګڼو پوښتنو ته ځواب ووايي. خو په دې برخه کې د علماوو ځواب تر ډېره په ځینو کمزورو روایاتو او د عربو پر کلتور او فرهنګ راڅرخي چې دا دواړه د اسلام د یوه حکم لپاره هېڅ ډول اساس او بنیاد نه وړاندې کوي. له همدې کبله، تر ټولو عقلاني او د اسلام رښتیني روح ته نږدې نظر او تعبیر همدا دی چې دلته له تشبیه څخه مراد په عقیدوي او عبادتي چارو کې تشبیه ده، هغه چې اسلام يې په هکله یو بشپړ او جامع تصور او لیدلوری لري. 

په دې ځای کې دا نیوکه کېدی شي چې د حدیث له الفاظو څخه پورتنی مفهوم نه شي استنباط کېدای. نو باید په دې پوه شو چې که دا تعبیر ترې نه شي اخیستل کېدای، نو هغه بل تعبیر هم بیا ناسم دی. 

د همدې حدیث تر عنوان او موضوع لاندې ډېر کله د پایڅو د بره ساتلو او ږیرې پرېښودلو په اړه هم احکام استنباط کېږي چې دلته به يې هر یو بېل بېل وڅېړو: 

الف) د پايڅو مسئله: 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دور کې د عربو مخورو او د ټولنې شتمنو کسانو د لنګوټ (لنګ) تړلو دود درلود. د دوی د لنګوټ ټوکر به دومره اوږد وو چې د تګ پر مهال به په دوی پسې په ځمکه څښېده. دا دود په عربو کې د غرور او کبر لامل ګرځېدلی وو. دوی به له ډېر غرور نه د لنګوټ څښېدونکې برخه له ځمکې نه ور پورته کوله او په دې کې به يې یو ډول ویاړ او کبر احساساوه. نبي کریم صلی الله علیه وسلم، د عربو دې مزاج او د دې دود له کبله د انسان کبرجن کېدو ته په اشاره خپلو صحابوو ته وفرمایل چې تاسو خپل لنګوټونه له پاړکیو څخه بره وساتئ او د لنګوټ کومه برخه چې تر پاړکیو ښکته وي، هغه به په اور کې وي. 

د دې حدیث په استناد علماوو، له دې مسئلې څخه د دین مستقل حکم جوړ کړ او د دې مسئلې تر شا اصلي علت او سبب يې له پامه وغورځاوه. په دې برخه کې علماوو لاندې ټکي له پامه غورځولي چې له کبله يې دا مسئله دومره لانجمنه شوې: 

۱)  پیغمبر ع دا امر یوازې له دې امله وکړ چې د جامو هغه ډول په انسان کې کبر پیدا کاوه او په اسلام کې کبر مذموم او یوه ناوړه ګناه ده، نه د جامو ښکته یا پورته ساتل. د دې دلیل دا دی چې د دې حکم له اورېدو وروسته ابو بکر صدیق رض د پیغمبر ع حضور ته راغی او خپله ستونزه چې لنګوټ به يې ښکته ښویېده پیغمبر ع ته وویله. نو پیغمبر ع ورته وویل چې دا حکم ستا لپاره نه دی، په تا کې کبر نشته. که دا یو عام حکم وی، نو باید حضرت ابو بکر صدیق رض هم ترې مستثنا نه وی.

۲) په حدیث کې د لنګوټ کلمه کارول شوې خو کله چې دا حدیث نورو ژبو ته ژباړل شوی، نو همدا کلمه د لنګوټ په ځای په پرتوګ معنا شوه چې دې حکم له پرتوګ یا پتلانه سره هېڅ تړاو نه درلود. د لنګوټ په اړه دا حکم نن هم پخپل ځای پاتې دی. په دې معنا چې که چېرته نن هم په یوه ټولنه کې لنګوټ د کبر او غرور لامل وپېژندل شي، نو هلته به هم لنګوټ له پاړکیو (ښنګرو) څخه بره ساتل کېږي. د پرتوګ او پتلانه په اړه هر څوک پوهېږي چې په هېڅ ټولنه کې د دې دواړو ټیټ ساتل، د کبر او غرور نښه نه ګڼل کېږي. نو په دې اساس، که پرتوګ یا پتلون هر څومره ټیټ وي، تر هغو پورې تر دې حکم لاندې نه شي راتلی تر څو چې هغه ټولنه په عمومي توګه دا ونه مني چې له نن څخه وروسته به د پرتوګ یا پتلانه ټیټ ساتل، د کبرجن او مغرور انسان نښه وي.

۳) له دې حدیث څخه دا استدلال هم ناسم دی چې له نورو سره ځان یو رنګه کول له دې امله ناروا او حرام دی چې نبي کریم ص هم په دې ځای کې د شباهت اصل ته په پام سره خپلو صحابوو ته امر کړی چې تاسې له مشرکینو څخه ځان ځانګړی او بېل کړئ. په دې ځای کې دا ټکی له پامه غورځېدلی چې د نبي کریم ص په وړاندې اصل، شباهت نه وو، بلکې د کبر او بې ځایه ویاړ په څېر یوه لویه او عظیمه ګناه وه. 

ب) د ږيرې مسئله:

بله لویه مسئله چې له لومړۍ ورځې د علماوو او د مسلمانانو د لوی اکثریت ترمنځ یوه لانجمنه موضوع ترې جوړه شوې، د ږیرې مسئله ده. د ږیرې په اړه به د علماوو نظریات او پر هغو د ځینو علماوو او لیکوال تنقید د نکاتو په بڼه وڅېړو: 

۱) د ږیرې په اړه په قرآن کریم کې هېڅ آیت شتون نه لري، نه په مستقیم ډول د ږیرې د فرضیت او وجوب په اړه څه څرګندونه لري، او نه په نامستقیم ډول د ږیرې په اړه کوم حکم یا لارښوونه شته. د دې یو لوی دلیل هغه پېښه ده چې یو سړی امام مالک رح ته راغی او د ږیرې په اړه يې د قرآن کریم آیت په دلیل کې وغوښته. امام مالک رح ورته وفرمایل چې درې ورځې وروسته راشه. امام مالک په درې ورځو کې ټول قرآن کریم – هره ورځ لس سیپارې – ولوست؛ کله چې هغه سړی راغی، نو ورته ویې ویل چې په قرآن کریم کې مې هېڅ آیت د ږیرې د اثبات لپاره ونه موند، مګر یو آیت چې الله تعالی فرمايي وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا. له فقهې او د فقهې له اصولو سره یو ادنا بلد هم پوهېږي چې له دې آیت څخه په هېڅ ډول د ږیرې حکم نه شي استنباط کېدای. 

البته یو آیت چې هلته د ږیرې ذکر راغلی، هغه د موسی ع او هارون ع په اړه دی چې کله موسی ع د خپل ورور هارون ع ږیره ونیسي، نو هارون ع ورته وايي چې اې زما د مور زویه ما له ږیرې مه نیسه. له دې څخه هم ځینو علماوو دا استدلال کړی چې ږیره یو ارزښتناک او عزتمن انساني جز ده، له همدې امله هارون ع خپل ورور ته عذر وکړ. د علماوو دا ډله په دې ډول هڅه کوي چې له دې ځایه د ږیرې فرضیت، له تحریم څخه استنباط کړي چې دا هم د دین له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې ده. حقیقت دا دی چې د مصر خلکو ږیرې ته په درنه سترګه کتل او د خپلې ټولنې سپین ږیرو او هغو ځوانانو ته چې ږیره به يې پرې ایښې وه، د قدر او عزت په سترګه کتل. په دې توګه، لرې نه ده چې موسی ع هم په همدې اساس دا خبره کړې وي. 

۲) په دې اړه دوهم لوی استدلال دا وړاندې کېږي چې د څلور واړو لویو مذاهبو امامان په دې یوه خوله دي چې ږیره فرض ده؛ او دا د ږیرې د فرضیت لپاره د کره او مستند دلیل په توګه وړاندې کېږي. خو پر دې باید پوه شو چې د څلورو لویو امامانو دا خبره تشه یوه ادعا ده او د خپل نظر د اثبات او استناد لپاره هېڅ دلیل ورسره نشته؛ د دې یو څرګند دلیل پورته د امام مالک رح په واقعه کې تېر شو. د دین د یوه حکم لپاره یوازې د څو امامانو ادعا اساس نه لري، بلکې دلیل يې باید له قرآن او یا سنت څخه وړاندې شي. 

۳) د ږیرې په تړاو ګڼ شمېر حدیثونه روایت شوي چې شاوخوا په ټولو کې یوه خبره – په سند؛ او په متن کې د یو څه لفظي تغییر سره – شوې. په دې ټولو احادیثو کې د ږیرې پرېښودل، د برېتونو خرېیل، د ږیرې اوږدول او د برېتونو کمول، له یهودو، نصاراوو او مجوسو سره د مخالفت لپاره د ږېرې پرېښودل او برېتونو خرېیل او دې ته ورته خبره تکرار شوې. په دې ځای کې یو اصول باید تر پام لاندې وي چې د اسلام احکام مستقل بالذات وي. په دې معنا چې هېڅ کله د اسلام یو حکم د یوه پردي علت، معلول نه وي، بلکې د هر حکم سرچینه پخپله د اسلام دننی نظام، فلسفه، حکمت او چوکاټ وي. په دې ټولو احادیثو کې پیغمبر ع هر ځل همدا فرمايي چې له یهودو او نصاراوو سره مخالفت وکړئ، یعنې د ږیرې پرېښودل د اسلام یو مستقل حکم نه دی، بلکې د یوه عارضي او مؤقتي علت له مخې مسلمانانو ته امر کېږي چې ږیرې پرېږدئ او برېتونه وخرېیئ؛ ځکه که له دې احادیثو څخه د ږېرې فرضیت استنباط کېدای شوی، نو د برېتونو خرېیل ولې فرض نه ګڼل کېږي؟ او هغه څلور امامان د برېتونو په هکله هم ولې یوه خوله نه کېږي؟ د دې لامل دا دی چې ږیره او برېتونه پرېښودل یا خرېیل د اسلام یو حکم او امر نه دی، بلکې په یوه ځانګړي مهال کې د ځانګړي مصلحت لپاره امر پرې شوی دی. 

۴) په دې وروستي ټکي کې به څو منل شوو واقعیتونو ته اشاره وکړو. په دې کې هېڅ شک نشته چې ږیره ټولو انبیاوو پرې ایښې او د انساني فطرت یوه برخه ده. خو پر دې پوهېږو چې دا دواړه د دیني احکامو بنسټ نه شي ګرځول کېدای. دا هم له شک وتلې خبره ده چې ږیره د مسلمانانو یو ځانګړی شعار دی؛ په هر دور کې د مسلمانانو لویې ډلې ږیره پرې ايښې او په همدې شعار پېژندل شوي دي. دا یو څرګند حقیقت دی چې هر مسلمان له خپل خوږ پیغمبر سره د زړه له کومې مینه کوي او د همدې مینې د اظهار لپاره د هماغه مبارک ص په متابعت کې ږیره پرېږدي. په دې کې شک نشته چې الله تعالی به پر دې کار هرومرو هغه بنده ته اجر او ثواب ورکوي. خو دا هم له یاده ویستل نه دي پکار چې ږیره د اسلام یو حکم نه دی، په ښه نیت يې پرېښودل که ثواب لري؛ نو بل خوا ته خرېیل او یا کمول یې هم هېڅ ګناه او معاصي نه ده. د ږیرې له امله پر یو چا د کفر، بې دینه او منافق ټاپې لګول، د ږیرې تر خرېیلو لوی ګناهونه دي. دغه راز، هغه چا چې ږیره يې نه وي پرې ایښې، هغو ته هم بویه چې هغه چاته په سپکه سترګه ونه ګوري چې ږیره يې پرې ایښې وي او نه هم ورته بویه چې په ږیره پورې خندا او رشخند وکړي؛ ځکه د انسان د بدن په یوې برخې رشخند او تمسخر کول، (العیاذ بالله) پر الله رشخند او تمسخر کول دي او دا یوه لویه ګناه او تېروتنه ده. 

3 COMMENTS

  1. د ښاغلی رحمت شاه صاحب د نیکی لیکنی څخه په مننی سره؛
    د پورته یاد سوی حدیث په هکله به بحث ډیر پراخ وی خو ” عقل ” تر ” نقل ” افضل او مقدم دئ البته خپله ” وحی ” هم د ” عقل ” فضیلت په رسمیت پېژندلئ دی.
    په ” وحی ” کی په مستقیمه توګه ” قُل ” مطرح دئ او احادیث د دریم او څلورم او پنځم لاس ( قالَ یا سمعتَ ) مطرح سویدئ چی همدا څووم لاس ” قالَ فلان ” د صحیح احادیثو اصالت د ستونزو سره مخامخ کړیدئ.
    دا خبره به هم نه څیړو چی ولی د خلفای راشدین په زمانه کی د احادیثو د تجمیع او تدوین او ترویج په هکله غفلت سوئ دئ چی البته دا خپله ژوره پوښتنه ده.
    امّا ” من تشبه قوم فهو منهم ” څه مفهوم درلودلای سی؟
    د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ د عقیدتی – عملی سرحد د تثبیت چاری بشپړه سوې او وضعیت ئې مشخص سو ( یو مسلمان هیڅ اړتیا نه درلوده چی د عقیدې یا کِردار له مخی ځان د غیر مسلمان په بڼه بدل کړی ځکه د تناقض منګولو ته لویږی ).
    د پورته حدیث ( د صِحت په صورت کی ) عقل دا حُکم کوی چی د ” تشابه ” څخه مقصد هغه کړنی دی کومی چی په نصوصو کی حرامی بلل سوی دی ( مثلاً تثلیث یا شِرک او الحاد، ظلم، رِباء، فحشاء ، خمر، میسر او نور ) که نه انسانی عمومی فرهنګ خو بې شمېره مشترکات لری او د ” تشابه ” شتون به یو عادی امر وی.
    که د مشابهت مسئله د نن ورځ د ظرف ګېډی ته واچوو نو داسی منظره به تشکیله سی:
    نیکټائی او دریشی یو غربی فرهنګ دئ ( او غربی فرهنګ هم یو غیر اسلامی فرهنګ دئ ) امّا د نیکټائی او دریشی فرهنګ ډیر سرحدونه مات کړی دی او د نړۍ د ګوټ ګوټ اسلامی او غیر اسلامی ټولنو په لمن کی ئې نفوذ کړیدئ.
    اوس نو
    که د قرآن یو مفسر یا مشهور قاری یا حافظ یا مبلغ د عقیدتی نظره یو مؤمن مسلمان وی خو له فرهنګی ( د لباس د څرنګوالی ) له نظره غربی فرهنګ ته ورته او شبیه وی ( نیکټائی او دریشی ولری ) نو آیا دا کس د پورته حدیث د مصداق وړ ګڼل کېدای سی؟ یقیناً چی نه ، ځکه اصلی ریښه ئې د سالمی عقیدې سره وصل ده نه د نیکټائی سره.
    امّا د ږیری په هکله:
    د ږیری بحث هم یو پراخ بحث دئ چی ډیر اعتقادی، کلتوری، تاریخی، اخلاقی، اقلیمی، اجتماعی ،عاطفی او حتی عشقی او ضد عشقی ، جغرافیائی، ژنیتیکی او….. اړخونه لری.
    د اسلامی شریعت په سیوری کی د ږیری د بحث په هکله لویه پوښتنه دا ده چی:
    یو حرام یا حلال امر اصولاً د ” ضد ” درلوونکئ هم وی ( مثلاً بدی – نیکی ).
    د ږیری په فضیلت کی به شک نه وی خو خبره دا ده چی د ” ږیری د درلودلو ” ضد حالت هم باید شتون درلودای څو د همهغه ضد په اعتبار د ږیری د درلودلو فضیلت تثبیت سوی وای حال دا چی د ږیری خریل د صنعتی انقلاب وروسته باب سوه او تر هغه مخکی اصلاً د ږیری خریل نه رواج وه او نه ئې د خریلو اسباب موجود وه.
    بناً
    ښاغلی ملا ابوحنیفه او نورو ملایانو کومه خریلې ږیره لیدلې وه چی د هغې د کراهت په اساس ئې د ږیری د درلودلو فضیلت بیان کړی دئ؟ ګومان نه کیږی چی هغه زمان هیڅ ځای هیڅ ږیر خریلئ موجود ؤ.
    هیڅ نورمال انسان د ږیری د درلودلو مخالف نه دئ ( جالبه دا ده چی د ږیری د خریلو د سرسختو مخالفینو یعنی طالبانو اکثره مخالفین یعنی لوی لوی ملحدین هم د ږیری خاوندان وه او دی ) خو خبره دا ده چی د طالبی ډیکټاټوری د ږیری د اجباری پرېښودلو سناریو د ږیری د فضیلت اثبات ته صدمه رسولې ده.
    وروستۍ خبره دا ده چی:
    په حقیقت کی ږیره د نر زینت او ښکلاء ده او په غرب کی علمی څیړنو په ډاګه کړېده چی د هرو لسو میرمنو څخه شپږ میرمنی د خپلو مړونو یا د ژوند د شریکانو د ږیری درلودل خوښوی.
    لکه چی یوه وروستۍ خبره لا پاتی ده؛
    د امربالمعروف د دفتر منسوبین باید د خپلو پلرونو ( چی یقیناً اکثره به ئې طالبی یا سُنتی او عُرفی صوفیان وه ) وپوښتی چی د څلویښتو او پنځوسو او شپیتو کلونو په اوږدو کی ئې ولی د وخت د حاکمانو او قوانینو په امر د عسکری خدمت په ډګر کی خپلی ږیری پاکی خریلې؟

  2. ډيره ډيره بښنه غواړم نو داچي ږيره داسي يوه همه اسلامي موضوع د ملا، ط اويوه برخه مسلمانانو لپاره ده نو ايا دا سوال به پر ځاي نه وي چي ط او ملا ولي د تخرګ او”نه” لاندي وريښتانو دخريلو په هکله کوم امر نه صادره کوي.
    د سپږو زاله خو څڼي او ږيره ده او کوم ځاي چي خرييل کيږي هلته خو سپږوته د پټيدا ځاي نه وي نو ايا نظافت يوه مهمه اسلامي موضوع نه ده.
    اسلاميت په کردارو کي ده نه په ګيره او بريتو کي دا دواړه د انسان د جلا لپاره دي

  3. هغه ملا ثابت چیرته غلی شوی دی چه د دې دلایلو په مقابل کې څه ووایی. همیشه خو په هره موضوع کې لکه د مچ رادانګی او ځان جامع الکمالات معرفی کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب