سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهحميد خراساني له ملا هیبت الله څخه د پنجشېر والي د ګوښه...

حميد خراساني له ملا هیبت الله څخه د پنجشېر والي د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه

تاند:(جمعه، د حوت ۲۷ مه) ‏د پنجشېر د امنيه قومندانۍ د امنیت آمر په توګه د طالبانو ټاکل شوي مقام عبدالحمید خراساني د طالبانو له لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده څخه د پنجشېر د والي مولوي قدرت الله د ګوښه کیدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په يوه ويډيويي پيغام کې په ماته ګوډه پښتو پر مولوي قدرت الله د ظلم، خيانت او غلاوو تورونه لګولي او ويلي چې د پنجشېر خلک د نوموړي له بې عدالتیو تر پوزې رسيدلي دي.

خراساني د خپلو ادعاوو په اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی، خو ويلي چې که د پنجشېر والي ګوښه نه شي، د طالبانو او خلکو تر منځ واټن به زيات شي.

د‌ پنجشېر لپاره د طالبانو والي د خراساني د تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

د هغه وياند څه موده مخکې خراساني تورن کړی و چې د خيالي تشکيلاتو په نوم پيسې غواړي او د والي له اوامرو سرغړونه کوي.

په کابل کې يوې خبري سرچینې تاند ته وويل، چې خراساني د حقاني شبکې اړوند دی او په ډېر ګومان دا ويډيو يې د همدې شبکې په امر خپره کړې ده.

سرچینه وايي، چې د پنجشېر والي د ملا برادر په مشرۍ د کندهار د طالبانو د ډلې اړوند دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند مولوي علم ګل حقاني د پاسپورټ ریاست له دندې د ورور د هغې ويډيو په خاطر ګوښه شو، چې ادعا کېږي د کابل په يوه هوټل کې يې د نشې پر مهال نجونې ګډولې او د پاسپورټونو کمیشن کاري يې کوله.

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ادعا کړې، چې د طالبانو د ورته اخلاقي قضيو تر درې سوو پورې اسناد لري.

طالبانو د دغو تورونو او خپلمنځیو ناندريو د ادعاوو په اړه رسماً څه نه دي ويلي.

7 COMMENTS

  1. حقانیت کوم قام طائفه او ګډ حزب ندی ، حقای هغه انسانان دي چې د حقانی له مدرسې خلاص شوی وي ! د خدای په لحاظ بې منطقه خبرې پرېږدی ! دا خبر په فیسبوک کې د ستمیانو لخوا خپور شوی او په عکس کې حمید خراسانی هم ندی بلکی بدل سړی دی !!

  2. لوفر، پتنګ، ثابت……………. فکر کووم د یو کس مستعمار نومونه دی، خو دا چه دغه سړی په غرب،،،،،،، کی اوسیږی. خدای دیی نکړی چه د استخباراتو لخوا تعقیب شی.

  3. زه نه پوهیږم چې د خراسانی په څیر لنډغر، متعصب چې تر اوسه افغانستان نه مني او خراسان ورته وايي، ستا احمدشاه ابدالي نه مني او غل ورته واي نن طالب دی او حتی د والي د لرې کولو غوښتنه کوي. مګر بیا چې فکر وکړې نو خړی هم د برګي نه کم نه دی همدا دیګ او همدا څمڅۍ.

  4. خراسانی د لستوڼي مار ده سي ځان ګرم کړي کباړي حقاني به اول وچيچي او تاجکستان ته د مڼډه کړي. کباړي خرکانيان کله پښتانه دي دوۍ د پنجاب تربيه او د سعودي وهابۍ نه زيږيدلي. اللهﷻ به يې لکه په علم ګل خرکاني په خراساني هم شرمنده کړي.

  5. زه د امارت قدرمنو مشرانو سخه هیله کوم چه د حمید خراسانی صیب ناز واخلی او مرسته ورسره وکړی، حمید خراسانی په اسلامی امارت که یو ناز دانه شخص دی، او هغه ته اوس د بعضو اشخاصو لخوا لنډغر او متعصب ویل د هغه د شخصیب سپکاوی دی او الله پاک به د خلکو سخه پوښتنه کوی.

  6. پخوانی رژیم کی مولوی صاحب خراسانی او ده ته ورته مجاهدو ته لنډغر ویل کیدل باید اوس دا نوم ورته استعمال نشی نور باید د ګل مرجان کلمه هم استعمال نشی دا ځکه چی اوس ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله د امارت یو جز دی

  7. عمران خان صاحب یوه وینا کی ویلی و چی حقانی د پښتنو یوه طایفه ده دا خبره یی په انګلیسی ژبه کړی وه او بیا یی په پنجابی ژبه هم خلکو او میډیا ته واورله او امریکایان یی قانع کول چی د پښتنو دغی طایفی ته په قطر کی ډیر امتیاز ورکړی خو اوس لوپر صاحب وایی چی نه دا کومه طایفه او قوم ندی موږ حیران یو چی د چا ومنو بس اسلام او جهاد به په ځای پاتی وی موږ به دا خبر ګته پورته کوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب