Homeخبرونهپه کندهار کې د هاوان ګولۍ چاودنې ۴ ماشومان ووژل

په کندهار کې د هاوان ګولۍ چاودنې ۴ ماشومان ووژل

تاند(جمعه، د حوت ۲۷ مه) د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالي کې د هاوان د مرمۍ د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې وشوه.

د خبرپاڼې پر اساس، د هاوان ګولۍ هغه مهال وچاودېده چې ماشومانو ورسره لوبې کولې.

د کندهار امنیه قوماندانۍ په دې اړه چې چاودلې ګولۍ د کوم وخت وه، څه نه دي ویلي.

خو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وخته ماینونه او د درنو وسلو ناچاودلې ګولۍ لا هم پاتې دي چې هر څه موده وروسته د هغو د چاودنو په نتیجه کې ملکي وګړي په تېره بیا ماشومان وژل کېږي.

سره له دې چې دا ډول پېښې بیا بیا کېږي خو لا هم کورنۍ خپل ماشومان له دې ډول خطرناکو وسیلو نه منع کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...