دوشنبه, مې 20, 2024
Home+دا حمل، ولس له طالبه امتحان اخلي / ملاله لیلا 

دا حمل، ولس له طالبه امتحان اخلي / ملاله لیلا 

که مو په یاد وي د طالبانو د راتګ نه وروسته عمران خان وویل چې، د نجونو تعلیم د افغانانو کلتوري مسله ده او دا چې په ځینو سیمو کې د جنکیو ښوونځي بند دي دا د افغان کلتور برخه ده. په دې تړاو غواړم درې خبرې وکړم.

الف – تل باید دا په پام کې ونیسو چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان دا خبره کوي. دا د ای.اس.ای پخوانۍ پالیسي ده چې افغانان او بخصوص پښتانه جاهل معرفي کړي. تیرو لسیزو ښکاره کړه چې دا پلان دوه برخې لري. اول دا چې افغانان دنیا ته جاهل معرفي کړي. دوهم افغانان په ځان بې باوره کړي او دا فکر پکې خپور کړي چې د نوی تمدن ارزښتونه لکه د ښځو تعلیم د دوی د اصولو خلاف دي.

د پاکستان دا شومه پالیسي د جهاد له وخته لا روانه ده. د جهاد په وخت کې ای.اس.ای په پښتنو کې هغه ډلې حمایت کړې چې تنګ نظره ول. روشنفکره او منور خلک به یې لکه عبدالرحمن پژواک یا له پاکستان نه شړل او یا به یې لکه بهاوالدین مجروح وژل خو  برعکس تنګ نظره او افراطیون به یې حمایت کول او د پښتنو د لیډرانو لقبونه به یې ورکول. پاکستان په دې ډول غوښتل چې دنیاوالو ته ووايي چې پښتانه افراطي خلک دي ځکه خو یې د جهاد رهبران هم سخت دریزه افکار لري او برعکس دا نور افغانان بیا نسبتا نرم دي. پښتنو ته به یې بیا ویل چې د جهاد اصلي علمبرداران تاسو یاست. په دې ډول یې هم د افراط تخم په پښتنو کې وشینده او هم یې دنیا ته وویل چې دا جاهل قوم دی. بینظیر بوټو په خپل کتاب کې چې د شرق نجلۍ نومیږي عینې خبره کوي او لیکي چې ای.اس.ای په لوی لاس په افغانانو کې د افراطیت تخم وشینده. منظور پښتین هم په تکرار خپلو ویناو کې ويلي چې ای. اس.ای په لوی لاس او د پلان له مخې د پښتونخوا ولس له تعلیمه محرومه ساتلی او دا فکر یې پکې پیچکاری کړی چې د ښځو تعلیم او د ښځو حقوق د پښتنو د کلتور برخه نه بلکې د غربي کلتور برخه ده. دا ځینې بې فکره افغانان بیا لګیا دي‌ په ټولنیزو رسنیو کې وايي چې هو د نجونو د تعلیم مسله کلتوري مسله ده او په دې ډول پاکستان بل کړي اور ته پکی وهي. حقیقت ټولو ته مالوم دی. تریخ حقیقت همدا دی چې په جګړه کې په لوی لاس پښتانه له تعلیمه محرومه پاتې شول خو له هغې سره سره دې خوار قوم چې لږ فرصت موندلی نه یوازې یې له تعلیم سره مخالفت نه دی کړی بلکې له خپل جان او ماله ورته تیر شوې دي. د خوست شیخ زاید پوهنتون یې یو مثال دی.

ب ـ طالبان په دې پوهېږي چې تر هغو چې د میرمنو تعلیم و نه مني دنیا یې په رسمیت نه پېږني. دنیاوالو په تکرار ویلي چې د نجونو تعلیم د دوی سره کرښه ده. بلې خوا ته پاکستان غواړي چې طالب د دوی د سیوری لاندې پاتې شي او دنیا یې ژر په رسمیت و نه مني. طالبان که غواړي‌ چې د پاکستان له سیوري ځان بې غمه کړي دننه او بهر مشروعیت پیدا کړي باید په حمل کې د نجونو لیسې پرانیزي. په دې ډول به درې ګټې وکړي،

 ۱. دنیا والو ته به ثابته کړي‌ چې دوی د انسانیت او تمدین دښمنان نه دي او په دې ډول به رسمیت پیژندلو ته یو ګام نږدې شي.

۲. دننه به لږ مشروعیت پیدا کړي، اوس به بیا طالب وايي چې موږ داخلي مشروعیت لرو خو طالب باید دا حقیقت په یاد ولري چې دا چې ولس له ډاره غږ نه کوي د داخلي مشروعیت په معنا نه ده. د طالبانو مشران په زړه کې پوهېږي چې دوی داخلي مشروعیت ته اړتیا لري. که په حمل کې د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي فعاله شي په دې ډول به ولس لږ مطمینه شي چې طالب د دوی د پرمختګ دښمن نه دی. برعکس طالب د د ښوونځیو په پیلولو کې سستي وکړي‌ بیا نو د ولس دا اندیښنه چې طالبان د وطن د بچو پیشرفت او هوساینه نه غواړي‌ سمه ثابتېږي.

۳. طالبان که په حمل کې د نجونو او هلکانو لیسې پیل کړي په دې ډول به د پاکستان د یوې پخواني او شوم پلان  چې د افغان ولس مخصوصا افغانو میرمنو بې سواده ساتل دي مخه نیولې وي. برعکس طالب که په حمل کې د نجونو لیسې فعاله نه کړي د ای.اس.ای له دې شوم پلان سره به یې همکاري کړې وي.

خبره که یوه جمله کې وکړم نو باید ووایم چې،  دا حمل ولس له طالبه امتحان اخلي.  که په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي فعاله شول مانا یې دا ده چې طالب ته یو امید لا شته او که خدای مکړه برعکس لیسې بندې پاتې شوې بیا نو همهغه د قرارخیلو خبره بیخي سمه ده چې طالب د ای.اس.ای ګوډاګی دی، او که په پښتنو سیمو کې د نجونو مکتبونه بند پاتې شول بیا دې نو قرارخیلو ته سر له اوسه سلام وي او د افغانستان دې سر له اوسه خدای مل شي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    لیلا جانې پښتنې افغانۍ ملالې بي بي! خورې
    بالکل دې صحيح خبرې کړي. د ولس په څنګ کې دې د پوهنتون استادان او د کانکور کومیسیون د سرپرست عالي ت. نوماند و. څخه هم امتحان واخلي چې آیا غیر له مدرسې نه پرته ېې د اټوم بم او چاینا ټکنالوژۍ او د حقوق بشر په نوم کوم درس یا کتاب لوستی که یوازې ټ.ټوپک؛ دال د سر دستمال لکه د عربستان شیخان!! او خ. بیفکره خُله چې هر … ترې بادیږي ؟؟؟ هه؟
    “”” که په میوند کښې شهید نه سوې! + خدای ژو طالبه بې ..ګۍ ته دې ساتینه!!”””

  2. ډیر ښه . مننه ګرانې خور!
    طالبان باید ځانونه روڼ اندي کړي، او د ګاونډیو د سیوري نه لاس په سر شي، او یو ریښتنی خپلواکه دریځ غوره کړي. دا به د افغانستان د راتلونکي په ګټه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب