جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي: په ترکیه کې د افغانستان سفارت له بهرنیو چارو وزارت څخه...

متقي: په ترکیه کې د افغانستان سفارت له بهرنیو چارو وزارت څخه هدایت اخلي

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، په ترکیه کې د افغانستان سفارت له کابل څخه مشورې اخلي او د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې مني.

په ترکیه کې د افغانستان سفیر امیرمحمد رامین دی چې د افغانستان پخواني حکومت ګومارلی و.

د نوموړي په اړه ویل شوي چې په خپله غواړي چې سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاري.

امیرخان متقي د ترکیې د سفر په لړ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو حکومت په انقره کې سفارت لري او سفیر هم له کابله لارښوونې او مشورې اخلي.

ښاغلي متقي همداراز وویل چې د افغانستان ځینې نور سفارتونه هم په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې دي او دیپلوماتان د کابل اطاعت کوي.

په څو اروپايي هیوادونو کې افغان دیپلوماتانو تاند ته ویلي چې دوی او سفیران یې په کابل کې د افغانستان له باندنیو چارو وزارت سره تماس لري خو طالبانو نوي کسان نه دي ورلېږلي ځکه چې د طالبانو اسلامي امارت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

خو امیرخان متقي په انتالیا کې د رسمیت پېژندلو په اړه د یوه بهرني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د نړۍ هیوادونه له طالبانو سره رسمي تعامل لري خو د ځینو ستونزو له کبله په زغرده نه وايي چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی دی.

له بلې خوا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیرالله خیرخواه په وړاندیز او د ريیس الوزرا په حکم په روسیه، پاکستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، تاجکستان، جرمني، هند او امریکا کې د افغانستان د سفارتونو کلتوري اتشې ګوښه شول.

د بهرنیو چارو وزارت په یادو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته د کلتوري اتشو د برطرفۍ په اړه لیکونه استولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب