Homeخبرونهد ۴ صنعتي پارکونو د فعالیت بیا پیلېدو سلګونو کارګرو ته کار...

د ۴ صنعتي پارکونو د فعالیت بیا پیلېدو سلګونو کارګرو ته کار برابر کړ

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) په وروستیو کې د برېښنا د پرچاویو له کبله د یو شمېر صنعتي ښارګیو د فابریکو کار په ټپه درېدلی و خو اوس د افغانستان د صعنت کارانو ټولنه وايي چې اکثرو فابریکو بېرته کار پیل کړی دی.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې نن (دوشنبې) وویل چې د کابل، ننګرهار، بلخ او غزنی ولایتونو د صنعتي پارکونو د برښنا ستونزه حل شوې او په تولو فابریکو کې صنعتي کارونه بېرته پیل شوي دي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی وايي، د وسپنی ویلي کولو، پلاستیکي توکو او پایپونو جوړولو پنځوس سلنه فابریکې، چې له دوو میاشتو راهیسي د برښنا د نشتوالي له امله له کاره لوېدلې وې، بیرته فعالې شوې او تولید یې پیل کړی دی.  

د افغانستان بریښنا شرکت ژمنه کړې چې صنعتي پارکونو ته به په منظم ډول بریښنا برابروي او د فابریکو خاوندان به هم پر خپل وخت د برښنا پیسی ورکړي.  

د صنعت کارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، اوس د برښنا په برخه کې د صنعتي پارکونو نوي سلنه ستونزې حل شوي او یوازې لس سلنه نورې به په لنډ وخت کې هوارې شي. 

دلړم یا عقرب په میاشت کې د افغانستان برښنا شرکتد یو شمېر صنعتي او تجارتي پارکونو برښنا په دې خاطر پرچاو کړه چې د برښنا محصول یې نه و ادا کړی

خو اوس چې په غزني، کابل، بلخ او ننګهار کې د برښنا د پرچاوۍ د ستونزې د حل کېدو له کبله صنعتي پارکونه بیا فعال شوي، سلګونه وزګاره شیو کارګرو ته بیا د کار زمینه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...