سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+زوی/ مجیب

زوی/ مجیب

سیدوکلا، مټاخان، پکتیکا

د ژمي سړزي د سیدو کلا تودوخه سیده تر مرۍ تېره کړې وه او اوبه ډنډونه یې ورته کنګل کړي وو. د کلا موریو له ډېرې زړه تنګي، خولې اسمان ته نیولې وې او له خپلو نازکو مَیينو مریو نه یې تک تور اسوېلي مخ په آسمان ایستل، ته وا څوک به یې له پاسه وویني او مرستې ته به یې راودانګي. زمونږ په ناخبرۍ کې هسک له واورو ډکه خوله ځمکې ته راخلاسه کړې وه او واورې بیا پر بامونو په دې اند چې تاوده به یې کړي، خپلې بړستنې غوړولې وې. مونږ د په کورجوړو رنګینو بړستنو تر تاو لاندې د تازیانو ښکار کې د، تر تازي چټکو منډو د وړتیا درلودو، خوبونه لیدل.

ادکه لکه د خوب په نوم چې څه پېزني نه، ګهیځ وختي راپاڅېدلې وه او دالان کې یې د اور خولې ته په رپېده ټومبلي پاستي ورښکته کول چې تنور جزایې وینه پکې وچه کړي. زمونږ د خونې دربچې یو لوري ته د کلا د انګړ په لور او بل لوري ته د کتښارګي په لوري وړې عینکي یستې وې او په لمر او رڼا پسې یې سترګې رډي رډي رایستي وې.

ما خوب لید چې د مشاګۍ دغو تازي دوه سویان چې غبرګوني به وو او ځکه به یو له بل څخه نه بېلېدل، له پوټیانو مخ په باران کلا، پسې اخیستي وو. ما او تازي بچي له دوه ساعتو راهیسې په دې دواړو سویانو پسې له هغه ځایه چې مونږ به سون ته غرواښته راوړل، پل رااخیستی وو او د تودې چینې خواته له کټولو وروسته مو منډې پسې وهلې. تازي مخې ته وو او زه ورپسې او د ها ها نارې مې دومره په زور کې وې چې د ښرنې چرګو د اذان کولو سېک له لاسه ورکړی وو  او د میریاڼو غواوي خو دومره ترهېدلې وې چې بېخي له شېدو لوېدلي وې.

ما په سویانو پسې په واورو کې لکړه ټکوله او نارې مې پرې وهلې: ولاړ سه، ولاړ سه. په همدې کې وم چې یو چرګ، زه وام د مامد زایر (محمد ظاهر) دغو به وو، له ډاره دومره لو کریغه راویسته چې زما لا هډونه وربرېښېده. ما چې سترګې ورپولې نو چرګانو نور هم کریغو ته زور ورکړ ته وا پر مونږ یې خوب نه لورېږي. پوه سوم چې خوب مې لید خو له تازیانو سره منډو مې غوږونه لکه زمونږ د خډل سپي څک کړي وو او آن تر کتښاره مې د هغو مېږتنو د پښو غږ اورېد چې د سیدو کلا کاریزونو سره جوخت یې تر ځمکې لاندي لغمونه یستي وو او په یوه لیکه یو پر بل تېرېدل. مغزو مې په سویانو پسې د ځغاستې په موکه د مشاګي د تازي د غوږونو د ښکته او پورته غورځېدا تصویري ننداره جوړه کړې وه او داسې برېښېده ته وا د یندوستانو پیلان دي چې غوږونه لکه د سردې بند د زاڼو په انداز، د الوت په نېت، کله ښکته او کله مخ پر لوړ رپوي.

د ادکې لا هماغه نه بدلېدونکی ګرد کمیس په تن وو او بړستن یې رانه پورته او وڅنډله: اله زوی، پورته جار، اودس دې وکه چې ابا دې وو نه ویني چې بیا دې لمونځ کزا (قضا) کړی. لمونځ به وکئ، بیا مې سهارنۍ ته غړي او یوه ګوله کوچ، له هغو کوچو چې انا دې پرون په ځګ مښلي وو، درته یښي دي، چې سهارنۍ ته یې په کراره وخورې. اله بډکه! پورته سه چې واورې ام اورېدلي، بامونه به هم تور کړې. ها؟

ادکې د خپل ګرد کمیس څنګ جېب ته لاس کړ او یوه چکۍ ګوړه یې هم راکړه. دا به بیا په اخر کې د شیدو له چیي سره وخوري.

د ګوړې په لیدو او کوچو د نوم په اورېدو مې خولې تر ما مخکې زامې ښکته او پورته سره کش کړې او په خونه د زمي راننوتی سوړ سوږ یې ټټر ته کش کړ. د ادکې د خبرې په اورېدو مې لکه چا چې کوم زېری راباندي کړی وې سترګې تندي ته وغزېدې.

ریښتیا!؟ ریښتیا!؟ واوره سوي؟؟ ما ګومان کاوه چې خوب وینم چې واوره سوي او د مشاګۍ دغو تازي سره په سویانو پسې ختاوتی وم.

ادکه موسکۍ سوه او په داسې حال کې چې زما بړستتن یې غوټې ته قاتوله، ستړي کمخوبه سترګي یې ماته راواړولې او راغبرګه یې کړه: د ښادۍ تازیان مو سه، وس به بیا کرۍ ورځ په سویانو پسې ختاوتي یاست. واوري به څوک توروي؟؟ ستاسي خو کار دغه ده، کله به په بېډیو پسې وچه غرمه وتي واست، کله کولشترې او اوس بیا کرښک ته ……

ادکه لا غږېده چې زما سږږږ سوو او  د کوټو تر منځ زما تر ونې ټيټ جوړ سوي ور نه، حمام ته وروتم. بیسمیلا مې کړل، بدنۍ مې ووچته راشیوه کړه او په اوداسه لګیا سوم. حواس مې تیت ول، خېالونو د علاقه دارۍ او ورهاخوا  پوټېانو ته ورکشولم. دې چورت اخیستی وم چې مامد زایر، ځیرک او مشاګی تر ما مخکې نه وي ووتي. بیا مې مشاګی سر ته راغی او چورتونو پسې واخیستم چې ولې یې مونږ مشاګی بولو. پلار یې مالیم ساب د مشال نوم پرې یښی وو او لا له وړکیني یې لیک لوست ورزده کړی وو. مشاګي به مونږ ته له پلاره اوریدلي د کابل د سیند او ښار، د کشمیر د غرونو، ځنګلونو، درو او پکې روانو رڼو اوبو او د یندوستان د اورګاډو چې وایي زمونږ مورۍ غوندې یې له سره لوګي پورته کېږي او دا چې چینجې غوندې غزېدلی خوتازي غوندې چټک درومي، کیسې راته کولې. خو ډېری وخت به د پلار یاد د خواشینۍ ژورو ته کش کړ، سترګو به یې ډنډونه وکړل او اوښکو به یې د اننګو لارو کې ورخ ویست. زه به پوه سوم چې پلار یې ورپه یاد سو چې موجایدو د آجیانو د ړنګې کلا تر پوټيانو ورلاندې کنده کې کمین ورته نیولی وو. مالیم ساب به تل په همدې لار، مخ په اکاخېلو او بیا د سړک پوري غاړې ته، د علاقه دارۍ په لوري روان وو چې ښوونځي ته ځان په خپل وخت ورسوي. وایی درې مول وهلي موجاید له کندې پرې راپورته سوي وو، روسي توپک چې کلاشینکوپ یې بولي ورسره وو او مالیم ساب ته یې د  ؛لینین زو؛  په نوم غږ ورکړی وو او دوه روسۍ مرمۍ یې په ټټر، دوه په ککرۍ ویستی وو او بیا یې په چاړه زبه ترې پرې کړې وه.

ما غوړ غړي له کوچو او د شیدو له چای سره دومره په منډه منډه خوړل چې مرۍ مې له ډېر سوي په ګونګو کریغو راغلي وه او په چوپه خوله یې نارې راوهلې چې، سړه خوره. جورابې مې پر پښو راکش کړې او ګوړه مې خولې ته کړه خو هغې ځان داسې ټینګ نیولی وو لکه پاکستانۍ چې نه وي له دې ناخبره چې زه تر دې څو برخې سرزوری وم. د بام د زینو خواته له دالانه د تودو، پخ سویو پاستیو بوی دې ته اړیستم چې وچت یو ځینې راوچت، سره وچرموړم او د کورتۍ په جېب کې یې تخته کړم. تود پاستی او ګوړه بیا بېل خوند لري. پارو مې د دالان له خولې له ځان سره واخیست او بام ته سوم.

لمر وړانګو له هسک نه مخ پر ځمکه زرین پړکېدونکي سړکونه رایستي وو او د واورې څکلو ته زمونږ بامونو ته راکوزې سوي وې. زه واورې ته ولګېدم چې له ورایه مې غږونه تر غوږو سوو، یو ځای غږونه له نیزدي کلاوو وو او بل بیا لیري له پوټیانو راتلو. له پوټیانو د شور په اورېدو پوه سوم چې مشاګۍ دغو په سویانو پسې ښکار ته راووتي او ګڼ نور هم ورسره دي. په زړه مې اور بل سو، ځمکې وار نه راکاوو، غاښونو مې ګوړه داسې په منډه منډه ووړه کوله ته وا غاښونه مې د یندوستان د اورګاډي ماشین دی چې کلکتې ته رسېدا ته له ډېرې سودا په ځان خولې لګوي. د دې لپاره چې د دالان خواته مې ادکه وو نه وینې، د کوټو له بامه مې د لاندي غوښو د ساتنې ټیټې کوټه ګۍ ته ورټوپوهل او له کوټۍ نه په راوتو تیرانو پورې مې ځان ونیو او انګړ ته ورښکته سوم. د کلا د سترې دروازې، وړه دړه مې پرانیستله او په مامد زایر او ځیرک پسې مخ په باران کلا په منډو سوم. د پودین خواو ته مې د برات دوی د کلا مخې ته ګڼه ګوڼې ته ورپام سو خو پوه نه سوم چې څه کیسه وه. برات درې لوڼې درلودې او مامد زایر ته یې خور کیسه کړې وه چې برات د خپلې هرې لور تر پیدا کېدا وروسته خپله ښځه وهلې وه او درې ورځې به بیا جومات ته هم نه راته. د مامد زایر دغو کلا خواته مې د هغوی په خډل سپي سترګې ولګېدي چې کوږ څټ یې نیولی وو او زه اصلا تر نظر نه ورتلم. د سپي په لیدو پوه سوم چې مامد زایر لا نه دی تللی او په دړې تر ورننوتو سملاستي وروسته مې په هغه پسې نارې کړې.

مامد زایر دغو د باران کلا تر ټولو خوارځواکي کورنۍ وه او له کلا نه یې چې نه یې برجونه درلوده او نه چندانې لوړه وه څرګنده وه چې په وس کې ښه نه دي. پلار یې مامد الیم د برات دغو بزګري کوله خو په زوی یې ښوونځي ته تګ جبري کړی وو. مامد زایر د تل په څېر په شنه زمي کې خپلې روسۍ کلوښې را په پښو کړې او خپل خډل سپی یې تر پړي راونیو او مونږ دواړه مخ په پوټیانو په منډه سوو. په نیمایي لاري کې مو له ورایه مشاګۍ لید چې په تازې پسې یې داسې منډې وهلې، ته وا دی دې کومې بلې بلا پسې اخیستی وي. له دوی نه ډېر وړاندې پاتې کسان چې لویان به وو ښکارېدل چې ورایه یې خپل پټوګان ښورول او نارې یې وهلې چې درز سو، ضربه سوه او….

ما او مامد زایر له ډېرې وېرې پروت وکړ. زړه مې داسې درزی پیل کړ ته وا کوم له ډهول وهلو سره نابلده کس، په سوټي، ډهول زما د غوږونو خواته درزوي. مامد زایر ما ته کتل او ما ده ته او داسې رنګ الوتی سوی وو ته وا ټولې وینې یې پوندو ته ځان یستی وي. سترګې یې رډې رډې راوتي وې او نیزدي وې چې له ډېرې وېرې، ځان له ککرۍ نه راوباسي. خوله یې نه بندېده، غوښتل یې څه ووایې خو نه ما او نه هم ده له ډېرې وېرې غږ یستلای سوای. وېرې مونږ تر مرۍ رانیولي وو او پر غږ یستلو یې بندیز لګولی وو. واورې په خپلې غېږ کې زمونږ د ترهېدلي بدن لړزانه چاپونه انځور کړي وو. د ماشینګڼو ضربو بیا هسک ته لیکي ویستې وې او په پوټيانو کې د لویانو نارو خپله بڼه بدله کړه. یوه شیبه ماشینګڼو هم خولې ونیوې ته وا بل وار ته غاړي تازه کوي. زما بېحسه پښې په خوځېدا راغلې او بې له دې چې ما دې دا غوښتي اوسي، بدن یې په خپلو لکړو راپاڅاوو.

واوره پر پوټیانو خپکۍ غوندې پرته وه او آن تر غرونو یې ټنګ کدري آواز یستو ته لا نه پرېښوده، ته وا پوټیان د برات ښځه وي چې وایي د خپل مېړه مخې ته سترغلي لا نه سي پورته کولی. تازې لکه په هیڅ چې نه وي خبر، په سوی پسې ختاوتی وو او د سوی پښو د تازي او د ماشینګڼې د ډزو له وېرې وزرونه کړي وو. لویانو پټوګان غورځولي وو، لاسونو یې د مشاګي لوري ته اشارې کولې خو مشاګی نه لیدل کیده. مامد زایر لا لکه تازی نیولی، ترهېدلی سوی، کوړک پروت وو ته وا همدا اوس د مور له لمنې راجلا سوی او نه پوهېږي چې دا نوي دنیا لا څه بلا ده. پښو مې زما نه خپلواکي اخیستې وه، خپلسرې وې او پاتې تن یې په منډه منډه له ځآن سره مخ په پوټیانو کشاوو.

زه ورورسېدم، غوږونو کې مې د شته درزا غږ په ټټر کې په خوځېدا راغلی وو. خلک سره راغونډ وو او داسې غوغا یې جوړه کړې وه چې زه یې په هیڅ هم نه پوهېدم. د مشاګي تره د هغه سر په خپل ورانه یښي او په ټټر پورې ټینګ نیولی وو ته وا وزني یې. د مشال کمیس رنګ بدل کړی وو، دوه رنګی سوی وو او دوه مخي یې د سپین زړي مشال له کرکتر سره نه لګېده. مشال ویده وو، تره یې په زړا وو او زما پښو نور نه زما د بدن او نه هم د خپل ځان د وړلو سېک په ځان کې لید. د مشال دوی ګاونډي نارې وهلې چې د برات کره زوی پیدا سوی او څښتن تعالی د کلي شتمن ته د زوی د ورکړې په قربانۍ کې د بل زوی غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب