تاند- په وروستیو کې په یوه لیلام کې د نایک ایرفورس ون او لویي ویتون ۲۰۰ جوړې سپورتي بوټونه په اتلس نیم ملیون پونډه وپلورل شول.
د هر جوړ بوټونو بیه څه باندې ۲۵ زره پونډه وه.
دا سپورتي بوټونه د نایک ایرفورس ون د څلوېښتمې کالیزې په مناسبت ډیزاین شوي وو چې لومړۍ نمونه یې په ۱۹۸۲ کې بازار ته راووته.
د دغو بوټونو ډیزاینر د امریکا ویرجیل ابلو و چې تېر کال مړ شو.
د لیلام له درکه ترلاسه شوې پیسې به هغه بنسټ ته ورکړل شي چې ویرجیل له تورپوستو زده کوونکو سره د کومک لپاره جوړ کړی دی.