شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له نړۍ د نامتو ساینسپوه هاوکینګ د تګ۶ کاله پوره شول

له نړۍ د نامتو ساینسپوه هاوکینګ د تګ۶ کاله پوره شول

تاند- له نن څخه ۶ کاله پخوا د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۴ مه ستر بریتانیايي ساینسپوه سټېفن هاوکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو.

هاوکینګ د تورو سوړو یا بلک هول او عام نسبیت په برخو کې مهمې نظریې وړاندې کړي او څو مهم کتابونه یې لیکلي چې تر ټولو مشهور یې د زمان لنډ تاریخ نومېږي.

سټیفن هاوکینګ، چې نامتو فزیکپوه و، د فضايي تحقیقاتو په برخه کې زیاتې لیکنې کړي او کتابونه یې چاپ شوي دي.

د هغه یو کتاب، چې د وخت لنډ تاریخ، نومیږي په ۱۹۸۸ کال کې چاپ او د رپوټونو په اساس څه باندې لس میلیونه کاپۍ یې خرڅې شوې.

سټیفن هاوکینګ  په ۱۹۶۳ میلادي کال د نورون په نوم د اعصابو په یوې ډېرې نادرې ناروغۍ اخته شو او فلج یې کړ.

د هاوکینګ دا ناروغي په ۲۲ کلنۍ کې تشخیص شوه او ډاکترانو

دې ناروغۍ سربېره پر دې چې هاوکینګ له ګرځېدو وایست د خبرو کولو توان یې هم ورڅخه واخیست. ده به د یوې خاصې کمپیوټري وسیلې په ذریعه خبرې کولې.

د هاوکینګ اولادونو د خپل پلار په اړه لیکلي چې د دې ترڅنګ چې سخت زیارکښ و، ډېر ژوندی زړی او ټوکي و.

هاوکینګ د ۱۹۴۲ د جنورۍ په اتمه د انګلنډ په اکسفورد کې زېږېدلی. په اکسفورډ پوهنتون کې یې طبیعي ساینس لوستی او دوکتورا یې په کیمبریج کې اخیستې ده.

ده تر مړینې مخکې کلونو کې خبرداری ورکړ چې که د مځکې د تودوښې درجه په اوسني ډول په زیاتېدو وي، دا سیاره یا ګُره به د وینوس په شان توده شي او د انسان له اوسېدو به ووځي.

د هاوکینګ په وینا که د ګلتوني ګازونو خپرېدا ونه درول شي، په راتلونکې کې به د مځکې د تودوښې درجه د وینوس هومره یعني د سانتي ګراد ۴۶۰ درجو ته لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب