شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچین: افغان بشري ناورین سیمه له سترو امنیتي ننګونو سره مخ کړې،...

چین: افغان بشري ناورین سیمه له سترو امنیتي ننګونو سره مخ کړې، حل ته یې غونډه غواړو

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) چینايي چارواکو ويلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درېيمه غونډه بللې ده.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي چې د دې غونډې موخه د افغانستان له ثبات او امنيت سره مرسته ده.

چینايي مقام له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر نا مسوولانه ګڼلی او پر هغه د نیوکو ترڅنګ یې ویلي چې دا ډول وتل په سیمه کې د سترو امنیتي ننګونو د رامنځته کيدو سبب شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې هېواد به یې ژر د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

د سرچينې په وينا، په دې غونډه کې به د افغانستان د بشري ناورين د حل لپاره د مرستو تر څنګ په سيمه کې د امنيتي اندیښنو د حل په اړه خبرې وشي.

تر دې مخکې په ايران کې هم د افغانستان د ګاونډيانو د بهرنيو چارو د وزیرانو ورته غونډه جوړه شوې وه.

طالبانو د چينايي وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالب چارواکو تر دې مخکې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د امنيتي ګواښونو د پېښېدو انديښنې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب