شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد نوروز جشن له نمانځلو سره مخالفت منفي غبرګونونه پارولي

د نوروز جشن له نمانځلو سره مخالفت منفي غبرګونونه پارولي

تاند:( دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) ‏د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هغه اعلان د یو شمېر افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی چې نوروز جشن یې د اسلام خلاف ګڼلی او د نمانځل کیدو مخالفت یې کړی.

د دې وزارت ویاند مولوي محمد صادق عاکف مهاجر ويلي، چې اسلام یوازې کوچنی او لوی اختر لري او د نوروز په نوم جشن نمانځل د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

نوموړي د دغه جشن نمانځل د کافرانو کار ګڼلی او ويلي، چې د ترسره کيدو اجازه به یې ورنه کړل شي.

تېره اوونۍد طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر که څه د نوروز نمانځنه حرامه او د شریعت خلاف کړنه بللې وه، خو ازادي راډیو ته یې وویل چې تر دې دمه د نوروز د نمانځنې او نه نمانځنې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

ده همداراز وویل “تراوسه ډېرې ورځې ورته پاتې دي د جنډې پورته کولو او د نوي کال د نمانځنې په اړه به یوه پرېکړه وشي هم به اعلامیه خپره کړو او هم به عامه پوهاوی وشي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا د طالبانو دې پریکړې ته توند غبرګون ښودلی.

سپنتا نوروز د افغانستان د تمدني حوزې زيږنده جشن ګڼلی او له طالبانو یې پوښتلي: «ښځينه او نارينه معترضان وژنئ او بندیانوئ، له موسيقۍ، هنر، ازادۍ او معاصرو حقوقي نظامونو او بل هر ښه ميراث سره او نوروز سره ‌تاسې په جګړې بوخت ياست، تاسې د کوم شب پرسته ډلې خلک ياست چې له وینې او ورانۍ پرته بل کار نه لرئ؟»

يو شمېر فرهنګي څېرو هم د طالبانو د دې پریکړې مخالفت کړی او د افغانستان د مختلفو ژبو د کلاسيکو ادبياتو د نوروزي بېلګو له خپرولو سره یې طالبان پوښتلي چې آيا دا مخکيني نسلونه کافر وو او که دوی کوم اسلام له سره رامنځته کوي چې د افغانستان تاریخي او فرهنګي ارزښتونه له منځه وړل غواړي؟

طالبانو په دې اړه د فرهنګي حلقو اعتراضونو ته ځواب نه دی ورکړی.

څه موده مخکې د طالبانو له لوري د نوي لمريز کال د جنترۍ طرحه هم تاند وېبپاڼې تر لاسه کړې او خپره کړې وه، چې د نوروز رخصتي پکې لغوه شوې او د ديني ارزښتونو خلاف ګڼل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب