جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ترکیه کې افغانانو له لوري د املاکو پېرل دوه برابره شوي...

په ترکیه کې افغانانو له لوري د املاکو پېرل دوه برابره شوي دي

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) ‏ترکي رسنيو ويلي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په دغه هېواد کې د افغانانو له لوري د املاکو پېرل دوه برابره شوي دي.

د ترکیې د املاکو کاروباري ادارو ويلي، چې په وروستيو مياشتو کې د مشتریانو شاوخوا ۷۰ سلنه یې پخواني افغان چارواکي دي.

د ترکیې د املاکو د چارو یوه مقام ویلي، چې مخکې په دغه هېواد کې د بهرنيو اتباعو لپاره د پانګونې کچه پنځه سوه زره امريکايي ډالره وه، خو په تېرو درېيو کلونو کې دا کچه دوه نیم سوه زره ډالرو ته راښکته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې ډېری افغانان د دې لپاره په ترکیه کې پانګونې کوي، چې د اقامې فرصت پکې تر لاسه کړي.

د ګلوبل ګروپ مشر عمر احمدي ويلي، چې ډېری افغانان په ترکیه کې په هوټل جوړولو اخته دي.

معلومه نه ده چې په ټوله کې به څومره افغانانو په وروستيو کې ترکیه کې پانګونه کړې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ویلي، چې شاوخوا يو نيم زر تنه افغان پانګوال په وروستيو کې ترکیې ته د پانګونې په موخه تللي دي.

د دې خونې یوه مقام خانجان الکوزي له افغانستان څخه د پانګې تېښته د افغانستان په زيان ګڼلې ده.

پر ترکيې سربېره د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د افغانستان سلګونه ميليونه ډالره پانګه پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا ډېرو هېوادونو ته هم لېږدول شوې ده.

2 COMMENTS

  1. تاسی په انترنت کی وګورئ:
    په ترکیه کی د خارجی اتباعو پانګه اچونه = د پانګی او څښتن تر منځ طلاق.
    اولاً
    رانیول سوی املاک ددې پر ځای چی د وخت په تېرېدو ئې بیه جګه سی شل دیرش % لویږی.
    ثانیاً
    که املاک خرڅ هم سی خرڅوونکئ ئې پنځه کلونه قانوناً! حق نلری چی له بانک څخه خپلی روپۍ را وباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب