تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د هغه ادعا شوي افغان داعشي په اړه راپور خپور کړی، چې پاکستاني چارواکو او داعش ډلې د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د تېرې جمعې د ځانمرګي برید مسوول ګڼلی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، د شیعه ګانو پر جومات د دغه برید عامل هغه افغان داعشی و چې لسګونه کاله مخکې یې کورنۍ پاکستان ته مهاجره شوې وه.
دې امريکايي ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې نوموړي بریدګر په افغانستان کې ترهګریزې زده کړې کړي او بيرته د برید لپاره پاکستان ته تللی و.
د پېښور په قصه خوانۍ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال په تر سره شوي برید کې تر ۶۳ پورې کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ سوه نور ټپيان شوي دي.
د دغه برید مسؤولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخيستی او ويلي، چې برید د جلیب الکابلي په نوم بریدګر تر سره کړی دی.
پاکستاني چارواکو هم ویلي، چې برید افغان ځانمرګي کړی او داعش سره تړلی و.
افغان شنونکي بيا دې موضوع ته د داعش ډلې په نوم په افغانستان کې د پاکستان د نوې خطرناکې لوبې په سترګه ګوري او وايي، چې دغه هېواد دا ځل په دې نوم په افغانستان کې د جګړې اور او بې ثباتۍ اور ته پوکی وهي.
طالب چارواکو په مشخص ډول د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي، حکومت مخکې يې له افغان خاورې پاکستان ته د ترهګرو د اوښتو په اړه د پاکستاني چارواکو خبرې رد کړې وې.
دا پخپله د پنجابي ای ايس ای کار ده سي او نړيوال جاسوسي سازمانونه هم ددغو جنايتونو تر شا دي
لومړی یې ویل چې ددې حملې ترشا د هند لاس دی او تلفون یې ټریس کړی چې هند نه ورسره خبرې سوي. اوس منافق پاکستان چې نړیوال یې د ترهګرو ځاله بولي تور په افغان لګوي تاسو او خدای چې جلیب الکابلي نوم د کوم افغان شته؟ دوی اوس پدې نوم خپل طالب غلام هم نه معاف کوي او ددوی په مقابل کې بله ډله میدان ته راوباسي تر څو دا اور بل وساتي او طالب جاهل دې ددوی سفیر او تجار ته لونګۍ پسروي.