یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسياسي ډګر ته د احمد شاه دراني د راوستو هڅې بيا ګرمې...

سياسي ډګر ته د احمد شاه دراني د راوستو هڅې بيا ګرمې شوي

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) د افغانستان سياسي ډګر ته د احمد شاه دراني په نوم د یوه افغان سوداګر د بيا راکاږلو او مطرح کولو په اړه هڅې چټکې شوي دي.

احمد شاه درانی، چې تر ډېره يو نوم ورکی سوداګر دی، نن یې په یوه غږيږ پيغام ګې په افغانستان کې د ټول ګډونه بدیل حکومت د جوړولو لپاره د هڅو غږ کړی او پر طالبانو د نیوکو تر څنګ یې ویلي، چې افغانستان بايد له اوسني ناورين څخه ژر وژغورل شي.

ښاغلي دراني نه دي ويلي چې په دې اړه له کوم ادرسه غږيږي او د دغه ناورين د حل لپاره خپله کوم رول غواړي ولري؟

د افغانستان انټرنشنل په نوم ټلویزیون، چې د طالبانو او ملت پالو پښتنو خلاف له لندنه تبلیغاني خپرونې کوي، نن د احمدشاه دراني دا غږیږ پیغام خپور کړ او له يو شمېر سياسي څېرو یې وپوښتل، چې د احمد شاه دراني په مشرۍ د ممکنه موقت حکومت ملاتړ کوي کنه؟

له دې سره ځینو خلکو نوموړي ته د دغو تبليغاتو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي، چې امريکا او په خاص ډول یې د افغانستان لپاره مخکينی استازی زلمی خلیلزاد له احمد شاه دراني سره مرموزې اړيکې لري او نوموړي ته له روانو تبلیغاتو څخه د نورو استخباراتي لوبو وېره لري.

احمد شاه درانی له څو کلونو راهيسې په ځینو رسنیو کې د سولې خبرو په پایله کې د افغانستان د جوړیدونکي موقت حکومت مشر تبلیغیده، خو وروسته ولیدل شول چې نوموړی د سولې خبرو کې هیڅ ځای نه لري.

معلومه نه ده، چې نوموړي ته له تازه پيل شويو تبليغاتو موخه څه ده او پایله به یې څه وي؟

د يادونې وړ ده، چې د ډېرو افغانانو په ګډون نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ټولو سیاسي لوریو ترمنځ د مساوات او ځمکنیو واقعیتونو په اساس د ټول شموله حکومت د جوړیدو پلويان دي.

د افغانستان يو شمېر سياسي جريانونو ويلي، چې ټولو ته د منلو وړ حکومت د جوړیدو لپاره خبرو ته حاضر دي، خو د خبرو او هڅو اجنډا باید د کوم مشخص کس لپاره لابي ګري نه وي.

4 COMMENTS

  1. کله هم چه دبادشاهی لپاره شخص له بیرون راغلی
    داففانستان ددرد دواندی ګرځیدلۍ
    باید خپله له داهل دافغانستان څخه چه دولس سره یی لوګی تندی تیری کړیوی
    باید ولسمشرشی

  2. this is elected by british intelligent service.
    he is not afghan.
    we have many educated honest afghans.which not intelligent from pakistan/iran/….

  3. دا يو پردی جاسوس د دراني غلجي ابدالي په نوم لويديځ او امريکا جوړ کړی او د افغان بدبخته لپاره به بل کرزی وي.څوک له بهره د افغانستان د ازادي او نيکمرغي چيغي وهي هغه ددغه لپاره بله تباهي ده.څو بهرني غله به بيا سره راټول او د افغان ولس په غوښو به وڅربيږي. افغان ولس لويديځ امريکا د خپلو لاسپوڅو په مرسته بدمرغه او په وينو لړلی.

  4. اوس بل جاسوس او لاسپوڅی امريکا او لويديځ غواړي ددراني په نوم د افغان ولس په سر بادار کړي.بس ده اشرار غله او کرزی يې سي په دې نوم په افغانانو مسلط کړ.په افغانستان کې څوک وي داسي درانيان خپل هيواد ته پرې نږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب