یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې د ډېرو ګردو پلورلو له وجې يو کلی د «...

هرات کې د ډېرو ګردو پلورلو له وجې يو کلی د « يک ګرده» په نوم مشهور شوی

تاند: ( سې شنبه، د کب لسمه) د فرانسې خبري اژانس د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات د يوه کلي په اړه راپور خپور کړی او ویلي، چې دغه کلی د « يک ګرده» په کلي مشهور شوی دی.

د دغه اژانس د راپور له مخې، د ياد شوي کلي ډېرو خلکو د طالبانو له واکمنیدو او د فقر شدت سره د خپلو ګردو پلورلو ته مخه کړې ده.

ويل شوي، چې ډېرو خلکو د خپلو اولادونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره د خپلو يوې- يوې ګردې پلورلو ته مخ اړولی دی.

د دغه کلي یوه اوسیدونکي نورالدين د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې له ګردې پلورلو پرته یې بله لاره نه وه.

د نورالدين په وينا، د خپلو اولادونو او مېرمنې د ژوندي ساتلو لپاره مجبور شو، چې خپله یوه ګرده وپلوري.

نورالدين، چې وزګار او پوروړی دی، وايي په ګردې پلورلو پښېمانه دی ځکه هره ورځ درد ګالي او د پخوا په شان کار او فعاليت نه شي کولای.

د نورالدين له لویدو او غیر فعالیدو سره، د هغه د کورنۍ د اړتياوو پوره کول او نور مسوولیتونه د هغه دولس کلن زوی ته ور پاتې دي.

نورالدين وايي، په کلي کې یې لسګونه نور خلک هم د یوې- یوې ګردې پلورلو ته مجبوره شوي او په همدې دليل یې کلی د « یک ګرده» په نوم مشهور شوی دی.

په هرات کې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم له ډېر غربت څخه د ګردو پلورلو خبرونه ورکړل شوي وو، خو اوس یې په شمېر کې د ډېر زياتوالي راپورونه موجود دي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د بغلان د غوري سمنټو د فابريکې کارګرانو هم د یوې احتجاجي ناستې پر وخت خبرداری ورکړ، چې که طالبان يې معاشونه ورنه کړي، مجبوره دي چې خپلې ګردې وپلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب