یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ملي بیرغ پر ضد د کمپاین په ترڅ کې خوستیان...

طالبانو د ملي بیرغ پر ضد د کمپاین په ترڅ کې خوستیان توهین او شکنجه کړل

تاند (سې شنبه، د حوت ۱۰ مه) وسله والو طالبانو په ختیځ ولایت خوست کې د افغانستان د ملي بیرغ پر ضد د خپل کمپاین په ترڅ کې د هغو فعالانو د سرونو وېښتان وخرېیل چې ملي بیرغ یې هسک کړی وو.

دغه راز، په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې هغوی د افغانستان ملي بیرغ څیرې کړی او ټوټې یې فعالانو ته په خولو کې ورکړي دي.

د محمد منیب ابراهیمي په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي پخپله فیسبوک پاڼه د دوو هغو کسانو عکسونه خپاره کړي چې وسله والو طالبانو یې سرونه کل کړي او د افغانستان د ملي بیرغ ټوټې یې ور په غاړه کړي دي.

د یو شمېر کسانو داسې عکسونه هم خپاره شوي چې په زور سره د توبې اېستلو لپاره پرې غوږونه نیول شوي دي.

ابراهیمي له عکسونو سره لیکلي، «خوست سم د شنو پنجابيانو او غلامانو ولکه کې دی. ته او خدای دا په کوم کتاب کې راغلي؟ دا اسلاميت شو انسانيت شو پښتونولي شوه؟ د ااا په واقعي مشرانو غږ کوو چي د خدای خاطر وکړي د دريدلي ولس سره لوبې بندې کړي دا ټولې نړۍ ته رمباړې وهي چي دا ۷مليارده د ولس پيسې دي دا بيرغ د چا ده همدې ولس ده که د بل چا واچوي ځواب …؟ د خدای خاطر وکړي وحشت مه خپروی نور بس کړی.»

د فیسبوک یوه بل کاروونکي شاهین منګل د یوه کس له عکسونو سره لیکلي، «د بيرع د ميني انجام
نقیب الله ځلاند سره یي غیري اسلامي او غیري انساني چلند کړی دی.»

د خوست او پکتیا لپاره د پخواني جمهوري نظام والي محمد حلیم فدایي پخپله فیسبوک پاڼه د څو کسانو عکسونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي،‌ «طالب د هغو ځوانانو چې د ملي بیرغ په اړه یې پوسټونه کړي ول؛ ط/الب چارواکو یې ملي بیرغ څېرې کړیدي، په زور یې د بیرغ ټوټې پرې خوړلې دي، وېښتان یې پرې خریلي دي او موبایلونه یې خوله کې ورکړیدي!،»

فدایي زیاته کړې، «د مسلمان ابرو تویول د هغه د قتل برابر دی! الله تعالی قسم کوي چې د کعبې له عزت څخه د مومن عزت ورته ډېر محترم دی! اما یاد ولري چې د ظلم کاسه نسکوره ده! ستاسو مبارزې او ملي فکر ته سلام او د ملتپالو او دینپالو پر وړاندې ستاسو ځوانانو عزت نور هم زیات شویدي!»

د افغانستان ملي بیرغ چې تور، سور او زرغون رنګونه لري او په محراب، منبر او طیبه کلمه ښکلی شوی دی، نه یوازې په افغانستان کې یې په میلیونونو مینه وال درناوی کوي، بلکې تر کراچۍ پورې د پښتونخوا پښتانه یې هم خپل ملي بیرغ بولي او په خپلو غونډو کې ترې استفاده کوي چې د پاکستاني مقاماتو سخته غوسه یې راپارولې ده.

دا لا معلومه نه ده چې آیا طالبان چې له پاکستان سره ژورې اړیکې لري، د افغانستان د ملي بیرغ پر ضد دغه ډول چلند د پاکستان په غوښتنه کوي که غواړي چې په دې ډول په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ استبدادي کړنې بیا تکرار کړي،‌ خو د خوست لپاره د طالبانو والي محمد نبي عمري درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي بیرغ پر ضد سخت ګواښ کړی وو چې خلکو یې پر ضد غبرګون څرګند کړ.‌

9 COMMENTS

  1. د ای اس ای نفوذ د طالبانو اداری کی ورځ تر بلی ،ځان ښکاره کوي، د پښتون ژغورنې غونډو کی د افغانستان ملی بیرغ پاکستان پرنظامیانو اور بل کړی او له همدی امله یی خپلو مریانو او نوکرانو ته کابل کی امر کړی چی د افغانستان ملی بیرغ له ټولوځایونو نه ښکته کړي ، طالب چارواکي چی يوازی د پاکستان د مفاداتو ساتندویان دي ، او د خپل هیواد اوخلکوګټی اومفادات ورته قدری هم ارزښت نلري ، د پاکستانی ای اس ای د امر په عملی کولو لاس پوری کړی دی.
    د یو هیواد د بیرغ بدلول یوازی د هغه هیواد د پارلمان په صلاحیت کی دی، دا د یو والی ، وزیر حتی د هیواد د مشرد صلاحیت نه پورته خبره ده، عجیبه دا ده چی د طالبانو اداره چی تر اوسه د نړۍ د ۱۹۶ هیوادونو څخه حتی یو هیواد هم د طالبانو اداره په رسمیت نده پیژندلی او داخلی مشروعیت چی د ټاکونو یا لویی جرګی په وسیله حاصلیدای شي تراوسه دا کار هم نده شوی نو په کوم صلاحیت د ولس د غوښتونو سره سره بیا هم ملی بیرغ ته چی زموږ د خلکو ملی هویت تمثیلوي سپکاوی کوی؟؟؟
    طالب چارواکی کله چی په امریکا کی د کنګلو پیسو خبره شي بیا د ولس خبره کوي خواوس چی ټول ولس په یوغږ ورنه غواړي چی ملی بیرغ ته سپکاوی ونشي اوس بیا ورته د ولس نه د پاکستان د ای اس اس غوښتنه ارزښت لری، یو خواه د اسلام په نوم زموږ هیواد یی د منځني پیږۍ دور ته په شا یوړ خو دلته بيا ملی بیرغ دپاک کلیمی پروا هم نلري، د دی نه څرګندیږي چی طالبان اسلام مبین دین ته هېڅ احترام نلري فقط د خپلو سیاسی مخو لپاره د اسلام مبین دی استعمالوي.

  2. TALIBS OR PUNJABI AGENTS HAVE TO KNOW;
    THIS TRI COLOR FALAGS IS AFGHANS NATIONAL PROPERTY.
    IF YOU DIS RESPECT THAT. AFGHAN NATION WILL DO MORE THEN DESRESPECT YOU.
    YOU HAVE SHORT TIME OF POWER,AS SOON YOU WILL GO AWAY. HISTORY WILL REMIMBER FROM YOU.
    KHOST RESIDENT IS OUR AFGHAN BOTHERS.WE WILL STAND WITH THEM.
    ALWAYS BE AFGHANS

  3. د ط کوم کار افغاني،اسلاني، بشري او انساني ده، افسوس په هغو افغانانو چې اوس هم د پنجاب په غلامانو باور کوي، خپل ديني، انساني او وطني ارزښتونه ټول د پنجاب مليشو ته پريښي او داسې ځانانو له خپل تاريخ،اسلام او وقار نه ناخبره ساتلي لکه دا هر څه چې اوس ط سره راغلي او افغانستان کې اوس اسلام ځان ټومبلی

  4. سلام ! داجاهلین نه پوهیږی چې په هغه بیرغ هم کلمه او محراب ومنبر شته – دهغه په څیرولو یې مبارکې کلمې ته توهین کړی

  5. دی تو د ای اس ای نفوذ مه وایی
    ای اس ای خپلو غولامونو تو امر کوی، دا یی غولومان دی، سپیان یی دی
    یی دو سترګی اورته ټیټی دو
    یی دو پامیلونو او یی دو سره یی هوغه کارونو کوړی چه ستورګی یی ورتو ټیټی دی

    دا بیغرته مخلوک

  6. طالب احمقان په لوی لاس خلک د ځان خلاف پاروي. د تیر نظام د پلویانو په شمول ډیر افغانان دې نتیجې ته رسیدلي وو چې د شمالي لنډغرو نه خو دوی بهتره دي خو اوس چي د دوی دې کارونو ته سړی ګوري، د دوی نه خو احمد مسعود هم ښه دی. که د تاجکانو حکومت جوړ هم کړي حداقل ملي هویت خو به پاکستان رانه نه وي اخیستی.
    اصلاً دا د پاکستان کار دی، پاکستان غواړي چې د افغانستان ملي هویت او تاریخ مسخه کړي. تیر ځل یې د بامیان د بودا مجسمې، د ملي موزیم اثار په همدې خاطر د منځه یووړل. ملي بیرغ هم چې د یو ملت د یووالي سمبول وي او تاریخ یا زوړوالی پکي ارزښت لري، له منځه وړل یې د هماغه ملت د ملي سمبولونو د محوه کولو معنا لري.
    خدای دې چړیانو ته هدایت او عقل ورکړي

  7. ټالبان ولې د افغانستان له ملي اسلامي بیرغ سره تضاد لري ؟
    که د دوی په بیرغ کې د اسلام د مبارک دین نشان کلیمه ای طیبه وي داخو په ملي بیرغ کې هم شته . هلته د کلیمې ترڅنګ الله اکبر ، محراب او منبر هم شته . رنګونه یې هم اسلامي دي .
    تور بیرغ هم په تاریخي لحاظ د اسلام او مسلمانانو سمبول دی .
    سور علاوه پردې چې د وطن او اسلام په دفاع کې د افغانانو د شهادت او پاکې وینې سمبول دی ، په ډېرو نورو هېوادونو خصوصا کله چې له افغانستان او ایران پرته پر ټوله اسلامي نړۍ د عثماني ترکې امپراتورۍ واکمنه وه ، سور بیرغ د اسلام نښه بلله . هغوی تر نن پورې سور بیرغ ساتلی دی .
    زرغون د ګران او محبوب پیغمبر د مبارکې روضې ترڅنګ ، د ډېرو افغاني اسلامي تنظیمونو د جنډو رنګ او همدا راز د زراعتی افغانستان ، سولې ، ورورګلوۍ او مینې نښه ده .
    اما سپین په پاکستاني بیرغ کې د غیر مسلمانانو موجودیت نښه ده او د مسلمانانو لپاره یې شین رنګ انتخاب کړیدی .
    د اسرائیلو بیرغ هم سپین رنګ لري .
    نو پدې اساس زمونږ درې رنګه بیرغ تر ټولو اسلامي ، ملي ، تاریخي ، ویاړلی او د ګران افغانستان د ورونو خلکو او اوسېدونکو د وحدت ، قوت او ویاړ نښه ده .

  8. د ملال صاحب لخوا وړاندی سوی دوه بیتونه به د خوشحال خان خټک وی نه د اجمل خټک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب