دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنن په دوحه کې د ط او امريکا د سولې تړون دويمه...

نن په دوحه کې د ط او امريکا د سولې تړون دويمه کليزه ده

تاند: ( سې شنبه، د کب لسمه) د حوت لسمه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د سولې تړون دويمه کليزه ده.

دوه کاله وړاندې په دې ورځ د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د سولې تړون لاسليک کړ.

د یاد شوي تړون له مخې، امريکايي ځواکونه باید په ۱۸ مياشتو کې له افغانستان څخه وتلي وای او طالبانو یې د خوندي وتو زمینه برابره کړې وای.

سربېره پر دې له پرځول شوي جمهوري نظام سره اوربند، له ټولو افغان لوریو سره د « نوي اسلامي دولت» پر جوړولو د طالبانو خبرې او دغه راز نړيوالو ته د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د نه ترسره کیدو تضمین د دوحې تړون نور اساسي ټکي وو.

د افغانستان پرځول شوي جمهوري نظام د ياد شوي تړون مخالفت کړی او ویلي وو، چې دغه نظام پکې د يوه مشروع او منتخب نظام په توګه له پامه غورځول شوی.

له یاد شوي تړون سره په یوه ورځ د ناټو او امريکا متحده ايالاتو چارواکو په کابل کې د افغانستان د جمهوري نظام په ملاتړ یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه او ټينګار يې وکړ، چې د افغان ځواکونو او نظام پوره ملاتړ به کوي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، د دغه نظام يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د دوحې تړون د سقوط اصلي لامل باله.

د افغانستان لپاره د امريکا مخکیني استازي زلمي خليلزاد طالبان تورن کړل، چې د دوحې تړون ېې نقض کړی، خو طالبانو په دې اړه ادعاوې رد او خپله امريکا د یاد شوي تړون په نقض تورنه کړې ده.

د طالبانو منتقدین وايي، چې د دوحې تړون د رسنيز شوي متن يوازې يو ټکی طالبانو عملي کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په خوندي ډول وتل و.

د دوی په باور، د تړون له رسنیز شوي متن څخه وراخوا په یو بله ضمني هوکړه کې امريکا متحده ايالاتو طالبانو ته د افغانستان د حکومت د سپارلو په اړه ژمنې ورکړې وې او عملي یې هم کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان باختر خبري اژانس نن لیکلي، چې د دوحې تړون د افغانستان د شل کلن اشغال او ۴۳ کلنې جګړې د پای ته رسیدو، د قدرت جزيرو او ملوک الطوایفيو د له منځه تلو، سرتاسري امنيت او خپلواک اسلامي نظام د ټينګښت سبب شوی دی.

ويل کيږي، چې طالبان نن د دې ورځې د نمانځنې لپاره ځينې پروګرامونه هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب