جمعه, فبروري 6, 2026
Home+بې ساری تېز برېښنايي موټرسایکل جوړ شو

بې ساری تېز برېښنايي موټرسایکل جوړ شو

تاند- د موټرسایکل جوړولو لاټینینګ (Lightening) کمپنۍ یو نوی برقي موټرسایکل جوړ کړی چې سرعت یې په ساعت کې ۴۰۰ کیلومترو ته رسېږي.

دې کمپنۍ تر دې وړاندې هم د ایل ایس ۲۱۸ په نوم برېښنايي موټرسایکل جوړ کړی و چې اعظمي سرعت یې په ساعت کې ۳۵۱ کیلومتره و. خو د دغه شرکت نوي موټرسایکل په تېزوالي کې ساری نه لري.

ټاکل شوې ده چې لایټینینګ کمپنۍ دوه بېلابېل یا دوه ماډله موټرسایکلونه جوړ کړي خو تراوسه پورې یې د هغو د ځانګړتیاوو په اړه څه نه دي ویلي.

خو څه چې تراوسه څرګند شوي دا دي چې د دې نوي موټرسایکل، چې اعظمي سرعت یې په ساعت کې تر ۴۰۰ کیلومترو پورې رسېږي، بېټرۍ به لوړ ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...