جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د مارچ۳ / دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د مارچ۳ / دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې

د 1606 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر ادموند والر Edmund Waller دنياته سترګې رڼې كړې.

د 1652كال په دې ورځ بريتانيايي ډرامه ليكونكي او شاعر توماس اټوې Thomas Otway دنيا ته سترګې وغړولې د هغه مهم ادبي اثر (Venice Preserved) نومېږي.

د 1756كال په دې ورځ فيلسوف او د سياسي مسايلو ليكوال ويليم ګادوين William Godwin دنيا ته سترګې رڼې كړې دي. د هغه په آثارو كې (Caleb Williams) مشهور دی.

د 1793كال په دې ورځ چارلز سيلزفيلد Charles Sealsfieldوزېږېد. د دغه ليكوال مهم اثر (The Making of America) نومېږي.

د 1809كال په دې ورځ ليكواله سوفياهاوتورن Sophia Hawthorne زېږېدلې ده.

د 1811كال په دې ورځ روسى ليكوال (Vissarion Belinsky) د فنلند په سويابرګ كې وزېږېد. د هغه مهم اثر د ادبياتو د څېړنې په باب دى.

د 1820كال په دې ورځ هالنډى ليكوال ادواردداوس ديكر Eduard Douwes Dekker وزېږېد. (Max Havelaar) د هغه د مهم اثر عنوان دى.

د 1868 كال په دې ورځ فرانسوي ليكوال او فيسلوف Alain [Emile-Auguste Chartier] دنيا ته سترګې رڼې كړې.

د 1880 كال په دې ورځ هالنډي كاريكاتوريست او د هنركره كتونكى (Anne C Veth) وزېږېد.
د 1893 كال په دې ورځ ليكوال او هنروال بيټريس وو ډ Beatrice Wood وزېږېد.

د 1903 كال په دې ورځ فنلنډي ليكوال او شاعر (Rabbe A Enckell) دنيا ته سترګې وغړولې. (Lutad about Brunnen) د هغه مهم اثر دى.

د 1906 كال په دې ورځ سويډنى ليكوال (Artur Lundkvist) زېږېدلى دى.

د 1909 كال په دې ورځ شاعر او ژباړن (Kenton Kilmer ) زېږېدلى دى.

د 1913 كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال (Roger Caillois )وزېږېد.

د 1926كال په دې ورځ امريكايي شاعر او ليكوال جېمزانګرام ميريل James Ingram Merrill دنيا ته سترګې رڼې كړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب