دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د پوهې په برکت ځوان سپین ږیری

د پوهې په برکت ځوان سپین ږیری

محمد نعمان دوست
ښاغلی کاندید اکاډمیسن اعظم سیستاني Azam Sistani، د شاوخوا (۸۳) کلونو دی. دا سِن زموږ د وطن د خلکو لپاره، چې ټول عمر یا خپل غم ته زړه خوري، یا د نورو او یا وطن ته، داسې عمر دی چې ټوله انرژي پکې زبېښل شوې وي؛ خو سیساتي صیب، بر عکس د همداسې وطن او د همداسې ناخوالو د زجر له ګاللو سره سره،  یو کمساری پر انرژي انسان دی. داسې انسان چې ډير ځوانان یې په نیمايي هم د کار حوصله نه لري. دا مشر په همدې عمر کې هره ورځ د ګڼو کتابونو او تحقیقي رسالو په لسګونو پاڼې اړوي، په دقت یې لولي، څیړنې کوي او بیا د یوه سخي شخص په توګه د خپلې څیړنې ټول محصول په پوره مینه، امانت او جرئت له لوستونکیو سره شریکوي. نه د پاداش په تمه وي او نه د شاباس.
هغه مقاله، یا څیړنه چې دی یې د خامو موادو د پوره کولو لپاره لسګونه پاڼې لولي، موږ ته یې نچوړ په دوه – درې مخونو کې مخې ته ږدي او په دې توګه ټول زحمات د دې لپاره ګالي چې نورو ته کار اسانه شي.
زه، د خپل هیواد د تاریخي مسائلو په اړه وخت نا وخت د دې پرکاره مشر فیسبوکي وال ته ځم او په خپلې نیمګړې پوهه کې څه ناڅه زیاتوالی راولم.
د دې مشر څېړونکي یوه بله ښېګڼه، چې ممکن ډير محققین ترې محروم وي، دا ده چې په ډير جرئت مسایل څیړي او د هغو بې ځایه مصلحتونو پرواګیر نه دی چې ګوندې د چا د خپګان لپاره دې واقعیتونه مسخه کړي او یا دې له هغو حقیقتونو پرده پورته نکړي چې خامخا کومه ډله/ټپله، یا کوم قشر خپه نشي. ځکه دی پوهیږي چې واقعیتونه له ټولو مهم ارزښتونه دي او که په تیارو کې وساتل شي نو ولسونه ګمراه کوي. د لیکوالۍ د همدې جرئت په برکت، وخت نا وخت داسې وقایع را سپړي او اصلي بڼه یې نورو ته ښکاره کوي چې ځینو مغرضینو او متعصبینو پرې د جعل او تزویر پردې اچولي دي.
پوهیږم چې استاد به د دغه ډول څیړنو له کبله ډيرو مغرضینو تخریب کړی وي، حتی ځینو بې ادبو به ورته سپکې سپورې هم ویلي وي؛ خو ده جرئت له لاسه نه دی ورکړی او ټولو رقیبانو ته لکه خوشال خان په ډاګه وايي: ((د عَلم ډيرې خبرې – لور په لور تورې لښکرې – زړه مې نه خوځي له ځایه، غر خو هسې دی کنه))
د دې ستر څیړونکي بله ښېګڼه داده چې مهم تاریخي واقعات داسې بیانوي لکه استاذ چې د ښوونځي د شاګردانو مخې ته ولاړ وي. په ساده الفاظو، روښانه جملو او په داسې ژبه مسائل څیړي چې هضم یې د هرچا لپاره اسانه وي.
سیساتي صیب، زما لپاره د کاري انګیزې یوه سرچینه ده. زه چې د دې سپین ږیري او پر کاره مشر کاري حوصلې ته ګورم، نو زړه مې غواړي ټول عمر مطالعې او لیکنو ته وقف کړم؛ خو دریغا چې داسې نشم کولای او دا ځکه چې: ((برخې ازلي دي))
دا نا لیدلی او زما لپاره د احترام وړ مشر چې په دې سپینه ږیره دومره کاري حوصله او انرژي لري، نو شاید دلیل یې خپل عالي دانش وي. د ستر شاعر فردوسي دا خبره بلکل رښتیا ده چې:
(( توانا بود هر که دانا بود – ز دانش دل پير برنا بود ))
رب دې زموږ د وطن د ې توانا او د پوهې په انرژۍ برنا (ځوان) سپین ږیري ته له صحته ډک اوږد عمر ورکړي چې نورې څیړنې وکړي او لا نور واقعیتونه روښانه کړي.
 درناوی
محمد نعمان دوست
۱۴۰۰/۱۲/۳

4 COMMENTS

  1. لعنتی دکمونیستانو تئوریتکر شیطان لکه اعظم سیستانی د نورو تباهی کولو په واسطه نه یوازی محرک او ځوان پاتی کیږی بلکه نوره جرأت هم پیداکوی چی دافغان ملت ځلانده تاریخ هم تخریب کړی نو ددی لعنتی خصلت ته که د پوهی اشاره وشی نو دا د افغان ملت سره ستره جفا دی !!!!

  2. تانده ، تاند اوسې آشنا ، زما منصفانه او نرم کومینت مو ایسته کړ، زما په اند دا به هم بی انصافي وي چې د ښاغلي سیستاني ټولې فرهنګي هلې ځلې او په ځانګرې توګه د امان الله خان د وخت پیښو په تړاو د هغه لیکونو ته پاملره ونکړو.
    ښاغلی سیستاني په زړه ور توب سره د هغه دوری ټول واقعیتونه په ډاګه کړي، چې دا کار یې د ستایلو وړ ده.
    قدرمن غروال صیب په خپلې تبصری کې ډیر تند تلې او دا زما په آند ښاغلي سیستاني سره بی انصافی ده ، موږ باید په خپل قضاوت کې د یوه شخص منفی او مثبت دواړه اړخونو په نظر کې ونیسو .
    ما په خپل لمړي کومینت کې دې موضوع ته پاملرنه کړی ؤ خو نه پوهیږم چې تاسو ولی هغه ډلیټ کړ.

  3. ډیر محترم زیړګل ته سلامونه ، تاسو محترم ته د ما تند تلو برخه کښی دومره یاده کوم چی د سیستانی په شان دا نوی راپیدا شوی جعلی تاریخدانان د قلم او ژبی له خوا د غولولو لپاره ډیر زیات ماهران دی او ددی له لاری کوشش کوی چی د افغان ملت ځلانده تاریخ تخریب کړی ، بلی د هغه وخت شوروی ظالمانه یرغل ددوی غلامانو په وسیله او وروسته د امریکا ، غرب او د پنجابی پاکستان په تامه همکاری سره یرغل د مصنوعی تولید شوو ملایانو او طالبانو په مرسته ئی افغان ملت تباه کړ او د وحشی طالبانو په وسیله اوس غوښتل کیږی چی افغان ملت د ژوند هری برخی څخه لیری وساتل شی او باالاخیره غلامی ته تسلیم کړۍ شی ، شرائيط اوس ډیر خراب دی او دداسی منفی منورو تیل شیندل په اوسنی اور کښی د افغان ملت تباهی لا پسی ګړندۍ کوی لدی کبله دداسی شیطانو منورینو مقابل کښی شف شف څخه استفاده باید ونشی بلکه د افغان ملت اوسنی حالت ملګرتیا وکړۍ شی !!! تر څو چی دا اجنبی چپیان او مصنوعی مذهبیان موجود وی او بی شرمانه فعالتونه کولای شی نو لیری ندی چی د افغانستان نام د دونیا نقشی څخه له مینځه ولاړ شی او ددی لپاره کافی ډالرونه جاریان لری !!!!!

  4. دا هم باید په وضاحت سره وویل شی چی میر زمان خان یو ملی مبارز شخصیت وو او په میړانه سره ئی د شیطان انګلیس پر ضد ولاړ وو او مقابله ئی کړیدی او هغه شخصیت که اوس ژوندۍ وای او دا اوسنۍ دوزخی حالت ئی لیدلۍ وای نو یقینآ به هغه د شیطان انګلیس داسی پرپړو باندی هیڅکله اعتبار نه درلودای اما افسوس چی دده المسۍ دوکتور عبدالرحمن زمانی بی له صادقانه تحلیل څخه پردی شیطانی دسیسائی اسنادو ځان مشغول کړیدی او غواړی چی د افغان ملت ځلانده تاریخ چټل کړی !!!!
    ځوان غازی پادشاه امان الله خان شاو خواته د روسیی کمونیستی ګوند تاثیر لاندی درباریان راتاؤ شوی وو او دوی شیطان انګلیس لپاره ئی بهترینه زمینه رامینځ ته کړی وه چی له هری خوا شرائيط په ساده غازی امان الله خان محدود او تیښتی ته مجبور شی اوداسی ساده پادشاه ته دوباره تخت سپارل د افغان ملت سره ستر خیانت وو ، نوموړی دوامداره د افغان ملت کلتور او عنعنو بر خلاف حرکت درلود دده دا عمل عینآ د دوګما کمونیستانو په شان د افغان ملت پر ضد واقع شو او غازی شهید محمد نادرشاه او دده وروڼو د افغان ملت په ستره قربانی سره ملی جهاد رهبری کړو او وروسته له زیاتو قربانیو که ساده غازی امان الله خان دوباره په تخت کینول شوۍ وای نو د افغان ملت قربانی به تر پښو لاندی شوی وای او افغان ملت به ارام نه وای پاتی شوۍ لکه چی وروسته احساساتی او ناقص باغروره شهید محمد داؤدخان غلامو کمونیستانو د خپلو هدفونو لپاره استعمال کړو او دا دوزخی اور لا تر اوسه جریان لری !!!!!
    افغانانو د خدای په لحاظ بیداره شۍ او د پلرونو نیکونو کور افغانستان باید له لاسه ونوزی او د ډالرو شیطانو مکارو پرپړو باندی خطا نشۍ او صادقانه د خپل ملت ملاتړ ته ملا وتړۍ !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب