دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسيه: د ط د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لرو

روسيه: د ط د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لرو

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ د‌ روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال میخایل بوګدانوف وايي، چې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره کوم پلان نه لري.

نوموړي د منځني ختيځ په یوه څېړنیز مرکز کې ويلي، چې هېواد یې په افغانستان کې داسې ایتلافي رهبرۍ رامنځته کیدل غواړي چې ټول سیاسي قوتونه او مذهبي اقلیتونه پکې شامل وي.

د روسي مقام په وینا، تر هغې چې طالبان د همداسې يوې فضا په رامنځته کولو اقدام ونه کړي، دوی یې د رسميت پېژندلو په اړه نه غږیږي.

په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې روسیه او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه ممکن په ډله ییزه توګه ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

د طالبانو د حکومت څه باندې شپږ مياشتې پوره کیږي، خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. قديم
    ستا په يارۍ کې راته پېښ شول فساتونه (فسادونه) اشنا

    قريشي ملتانيه،
    وايي چې :
    کونډه د لېوره په تمه شوه له جمله مېړونو (نه) ووته.
    تاسې پاکستان خو بدنام – بدنام وئ، خو طالبانو مو هم له ځان سره داسې بدنام کړل چې اوس ورته د هېچا د يارۍ (دوستۍ) او انډيوالۍ زړه نه کيږي چې انډيوالي ورسره وکړي.
    د طالبانو رئيس الوزراء پخپله وينا کې په خواشينې سره وويل چې موږ داسې انګېرله چې د واک د ترلاسه کولو سره به مو نړيوال تقدير کړي، خو هېچا نه کړو او دا ګيله يې له اسلامي نړۍ هم وکړه چې تاسې ملتانيانو او پنجابيانو ته متوجه ده.
    دوی خو داسې انګېرله او تاسې هم داسې په څلورو کړي وو چې سمله لاسه به مو نړۍ په رسميت وپېژني او امارت به يې په ټوله نړۍ کې خپور او وپېژندل شي، خو هغسې ونه شول.
    تاسې پاکستان هم همداسې تمه لرله چې امريکا او نړۍ به مو هر ناز ومني، خو هغسې ونه شول، نو اوس د پنجاب له سومبۍ خو له هغې پرته هم باد وتل او کوم عار يې نه ګڼل، خو دا ځلې يې هغه غول هم ورپسې ووتل او هېڅ څه يې ورته په خېټه کې ورپاتې نه شول. د پنجاب باد چې ووتل د طالب خپله ووتل.
    دا دی اوس تازه روسيې وياندې آغلې ماريا زخاروف ويلي چې :
    روسيه: د ط د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لرو – تاند (taand.com)

    پاکستان خو رستۍ همدا هيله لرله چې چين، روسيه، ايران، ازبکستان، ترکيه او ماليزيا به يې ورسره په ګډه په رسميت وپېژني او روسيه به د يو مشر ورور په توګه دا کار ورسره وکړي، خو روسيه پرون د فېبررېورۍ په ۲۱ د يوکراين دواړه بېلتونپالې سيمې لوهانګ او دونيڅک د دوو جلا جمهوريتونو په توګه په رسميت وپېژندلې او اعلان يې کړې. د روسيې فدراتيف نه يې هيله کړې چې هغی د نوموړي د دې پرېکړې ملاتړ وکړي او پخپل فدراتيف کې يې شامل او ژر به په راتلونکې خپلې قواوې د امنيت د ساتلو په موخه ورواستوي چې په دې توګه به يې په مکمله توګه د کريميا په شکل له يوکراين څخه را جلا کړي.يوکراين ته يې اخطار هم ورکړ که د جګړې لاره يې خپله کړه، نو د وينې تويولو ټوله پړه به هم د يوکراين پر غاړه وي. امريکا ښايي چې پر هغو سيمو بنديزونه اعلان کړي او بس.

    طالب هم د دې خپل امارت په راتګ سره څه تر لاسه کړل؟

    د پنجاب په تمه چې امريکا به يې ورسره په رسميت پېژني، خو چې امريکا په رسميت ونه پېژندل، نو ټولې ونه پېژندل او له جمله مېړونو پاتې شول. هغه پنجاب چې شپږويشت ۲۶ کاله پانګونه يې پرې د افغانستان د حکومتونو پرضد کړې وه نن خپله يې په رسميت نه پېژني.
    روسيه خو دا دی تازه ورغبرګه کړه چې د طالبانو د رسميت پېژندلو هوډ نه لري. چين ځان غلی نيولی دی. ترکيه، ايران وماليزيا هم همداسې درواخله. ازبکستان له روسيه پرته هېڅ نه شي کولی، نو طالب د پنجاب په کچه يارانه کې د هغې بورې بدنامې په توګه هک حيران يوازې پاتې شو چې اوس تر خپله هماغه زوړ يار پنجاب هم نفرت (کرکه) لري او نه ور وړاندې کيږي.
    د طالب له يارانۍ اوس پنجاب هم بېزاره دی او وايی چې دا مو څه غول وخوړل چې روغ نظام مو وپرځولو او اوس دوی نړۍ نه مني، نو موږ خو په يوازې توګه دا کار هېڅکله نه شو کولی.
    ارواښاد ډاکټر نجيب الله خبره رښتيا شوه چې :
    هغه مينځه دې ورکه شي چې د بلې جامې پرېمينځي.
    او ولسمشر غني به ويل چې :
    تاسې به پيسې له کومه کوئ؟ يا په بله مانا څوک به پيسې درکوي؟
    څوک به مو ملاتړ کوي؟
    روزي به له کومه کوئ؟
    هېواد مو په لوی لاس له فقر او بېوزلۍ سره مخ او لاس وګرېوان کړ.
    اوس به د پنجاب کوڅۍ پاکوو. پنجاب همدا غوښتل او د طالب په لاس يې همدېته وضعيت جوړ کړ چې خلک له هېواده په تېښته او د ارام احساس نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب