یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسره صليب د ۱۰ زره افغان روغتيايي کارکوونکو معاشونه پر غاړه اخيستي

سره صليب د ۱۰ زره افغان روغتيايي کارکوونکو معاشونه پر غاړه اخيستي

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې زرګونه روغتیايي مرکزونه په ټپه درېدلي دي.

د کمېټې د معلوماتو له مخې، د دغه وضعیت د مدیریت په برخه کې يې د نورو اقداماتو تر څنګ د ۱۰ زره افغان روغتيايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه هم پر غاړه اخيستې ده.

 ‏‏سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د روغتيايي خدمتونو د کمرنګه کیدو او په ټپه دریدو له کبله په افغانستان کې ګڼې روغتيايي ستونزې رامنځته شوي دي.

د کرونا ویروس زیاتوالی او د ناروغانو نه درملنه، په ماشومانو کې د شرې ناروغۍ زياتېدل او له دې کبله تلفات او نورې ګڼې ناروغۍ د روغتيايي خدمتونو د کمرنګه کیدو له امله زیاتی شوې ستونزې دي.

طالبانو او خلکو له نړيوالو مرستندويه ادارو غوښتي، چې روغتيايي مرستې او فعاليتونه دې نه سیاسي کوي او د خلکو له مرستې دې لاس نه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب