دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاسيا ټایمز: هندوستان ط سره نیږدې اړیکو ته لېواله دی

اسيا ټایمز: هندوستان ط سره نیږدې اړیکو ته لېواله دی

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)‏ آسیا ټایمز رسنۍ په یوه تازه شننه کې ویلي، چې هندوستان له طالبانو سره د نیږدې اړیکو لېواله دی او په دې برخه کې یې ځینې ګامونه هم اخيستي دي.

سرچينې ويلي، چې دغه هېواد د توقع خلاف، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره هم مهاله، د افغانستان خلکو ته ۲۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

دا مرسته د هند د پراختيايي پروژو د ملاتړ او په هندوستان کې د افغان محصلینو د زده کړو د دوام لپاره اعلان شوې ده.

له دې مرستې وراخوا هندوستان د چابهار بندر پیاوړتیا ته هڅې کوي او ۱۳ میلیونه ډالره نوره بودیجه یې ورته ځانګړې کړې ده.

سرچينې سره له دې چې دا مرستې د جمهوري نظام سره د مرستو په نسبت کمه ګڼي خو زیاتوي چې هندوستان له طالبانو سره اړیکو ته لېواله دی.

په شننه کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، افغانستان ته د هندوستان د ۵۰ ټنه غنمو د بشري مرستې اعلان هم یاد شوی، خو د طالبانو له لوري د هندوستان پر وړاندې د حسن نیت د نه لیدل کیدو یادونه هم شوې ده.

ياده رسنۍ وايي، چې هندوستان سره د اړیکو نه ښه کیدو ته د طالبانو د شنه څراغ نه ورکول د هندوستان هغه باور قوي کوي، چې ګواکې طالبان د پاکستان په کنټرول کې دي او د دغه هېواد په اشاره خپلې بهرنۍ اړيکې سمبالوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل په متوازن، مستقل او متقابل بهرني سياست ټینګار کړی دی.

6 COMMENTS

  1. طالبان بايد له هند سره ددوستي اړيکي ټينګي کړي . هندوستان زموږ تاريخي دوست او په ټولو رژيمونو کې يې له افغان ولس سره دوستي پاللې. طالب بايد ددجال خبيث نجس مرتد بې دينه بې ضميره پنجابي کافرستان څخه لاس واخلي او د خنزير بوين کافرستان هيلې ګور ته يوسي.

  2. طالبان د ښارمار په خوله کی بند دی ، په ژبه او اشاره د هندوستان د مزستو مننه نشی کولای ، ډاریږی چه ښامار یی تیر نکړی ، ولی په زړه کی طالبان او ټول افغانان د هند د مرستی منندوی دی ، هند یو هوښیار او لوی ملت دی زمونږ مجبوریت ښه درکولای شی

  3. دهندوستان دښمنانه تبلیغات له اوله تراوسه دهیڅ مسلمان پښتون نه هیریږی. وایی که هندی او مار راګیر کړی یی اول هندی وژنه. اندیا او پاکستان هندیان دی او دهغه ځای پښتانه هم هندی شخوند وهی.
    طالبان باید خپل عزت نفس وساتی او دافغانستان خیر په دی کی ده چه له دواړو مستغنی وی. اندیا هسکه وهله اوس چی څه په لاس نه ورځی نو لیوالی ښیی. هغه هم پس له دی جی طالبانو دپاکستانیانو خوبونه رښتیا نکړل.
    دهند او پاکستان لاره په افغانستان ده. طالبان باید دتوازن تله سمه ودروی چه دیوی خوا په لور کږه نسی.

  4. ثابت صاحب پخه خبره کوی اوس د پاکستان خوبونه نه ريښتیا کیږی طالبانو پاکستان وپیژاند دا انګرزی حرمونی دی او هندو سره باید تله کږه نشی یعنی مرستی یی ترلاسه کوو غنم او دوا یی موږ ته ښه ده خو سیاست کی چل راباندی ونکی خلک مو خپل دین ته را نه بونزی یعنی مسلمانان هیندوان نشی نور خیر ده باید ډیر هوشیار شو یووخت چې امریکا او اروفا کمکونه کول ډیر خلک عیسویان شول چی اوس هند کمکونه شرو کړل چی هندوان نشی باید اسلام دین ته خلک تشویق کو اسلام باید ورته ډیر ملایم او با حو صله او پاک دین معرفی او له تروریزم څخه یی جلا کړو

  5. ثابت او وحيد ما ته د يو سوړی ماران ښکاری. يو پاس ورکوی او بل يی شوټ کوی. بايد طالبان مغرضينو ته غوږ و نه نيسی. خپل يو معتدل سياست دی غوره کړی. اسلام زمونږه دين دی او سياسی تعلقات د نورو ملتونو سره د افغانانو حق او د وخت او عصر ضرورت دی.

  6. وحید ورور څه وای:( او هندو سره باید تله کږه نشی یعنی مرستی یی ترلاسه کوو غنم او دوا یی موږ ته ښه ده خو سیاست کی چل راباندی ونکی خلک مو خپل دین ته را نه بونزی یعنی مسلمانان هیندوان نشی).
    وحید وروره د هندوستان نفوس 1,402,013,486 يو زرو څلور سوه میلونو څخه زیات دی. چه د اروپا د 27 ملکونو د نفوس دوه چنده دی. د ټولی اروپا نفوس 750 میلونه دی.
    هندوان د خپل غربت دلاسه هر کال په لس هاوو تنه مسلمانان کیږی. ځکه په هند کی ځینی مسلمانان ډیر سرمایه داره خلک دی. چه دغه مسمانان اربابان ذکات، خیرات، صدقه او په غریبو خلکو زړه سوی لری. اکثریت هندوان بیا نه دخپل دین سره ډیره علاقه لری او نه په دینی خبرو پسی ګرځی.
    هند د خپل نفوس له وجی د اسلامیت، عیسویت، یهودیت او نورو دینونو په قیصه کی نه دی. بیا هم د تبصری په لیکلو کی دقت پکار دی. همدغه بی خبری ده چه وطن مو نه جوړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب