جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل کې۲ تښتونکي نیول شوي او يو ماشوم ژغورل شوی

کابل کې۲ تښتونکي نیول شوي او يو ماشوم ژغورل شوی

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ‏امنيتي ځواکونو يې نن د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې د حميد او توحيد په نامه دوه تنه اختطافګر ونيول.

سرچينه زياتوي، چې يادو اختطافګرو د ذکرالله په نوم يو ماشوم له تورخم څخه راتښتولی وو او غوښتل يې چې ايران ته يې انتقال کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نيول شويو کسانو ویډیو هم خپره کړې، چې دوی پکې پر خپل جرم اعتراف کړی.

په وروستيو کې د کابل په ګډون د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي خبرونه ورکړل شوي وو.

طالبانو ویلي، چې د انسان تښوونکو په نیولو پسې دي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...