دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه هالنډ کې د پلچرخي د پخواني قوماندان محاکمه

په هالنډ کې د پلچرخي د پخواني قوماندان محاکمه

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۷مه) هغه ۷۶ افغان، چې پرې تور دی چې په اتیایمه لسیزه کې د پلچرخي محبس قوماندان و، او سیاسي مخالفان یې وژلي او کړولي دي، پرون (چهارشنبې) هاګ محکمې ته وویل چې د ده په نوم کې تېروتنه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، عبدالرفیف قاضیانو ته وویل، هغه څوک نه دی چې دوی یې په اړه فکر کوي. ده په عین حال کې وویل چې خپل اصلي نوم یې نه په زړه کېږي.

قاضیانو پر هغه تور پورې کړی چې په هالنډ کې د عبدالرفیف په جعلي نوم اوسېده خو اصلي نوم یې عبدالرزاق عارف دی او له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ پورې په کابل کې د پلچرحي محبس قوماندان و.

په ۱۹۷۹ م کال پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته په پلچرخي کې زرګونه کسان، په ځانګړي ډول هغوی چې د شوروي پوځیانو بر ضد جنګېدل او همداراز  سیاستوال او روشنفکران وژل شوي دي.

په هاګ کې څارنوالان وايي، عبدلرفیف په پلچرخي محبس کې د سیاسي بندیانو، چې په خورا بدو شرایطو کې ساتل کېدل، مسوولیت درلود. ادعا کېږي چې د ده تر قوماندې لاندې ساتونکو  بندیان، وهل، شکنجه کول او اعدامول.

خو عبدالرفیف د خپل هویت په اړه د قاضیانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ناروغ او ګنکس دی، هیڅ شی یې نه په یادېږي.

رفیف په ۲۰۰۱ م کال په هالنډ کې پناه واخیسته او وروسته یې د دغه هیواد تابعیت ترلاسه کړ.

دی د نړیوالو قضايي اصولو پر اساس محاکمه کېږي چې پر اساس یې مجرم له خپل هیواده بهر تعقیب او محاکمه کېدای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې مخکې په هالنډ کې د شوروي اتحاد د یرغل د مودې د افغانستان درې استخباراتي چارواکي په ورته جرمونو محاکمه شوي دي.

1 COMMENT

  1. غلونکی او خندونکی لوبه ، د اوسنی روان او نژدی دور ظلمونو باندی ولی سترګی پټوی ، د ابوغریب ، بګرام او ګوانتانامو قضییی ولی نه کتل کیږی . دا خو ډیره زړه کیسه ده ، هوښیار ډاکټر خو بایدی لومړی د تازه زخم علاج و کړی او زاړه بیا ورسته کی وکړی ، خلک ورته بیعقلان ښکاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب