دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهڅو بهرني او افغان ژورنالیستان نیول شوي

څو بهرني او افغان ژورنالیستان نیول شوي

تاند(جمعه، د لوې ۲۲مه) لوېدیځو رسنیو نن راپور ورکړ چې طالب ځواکونو د یوه امریکايي په شمول دوه ژورنالیستان او یو شمېر نور کسان نیولي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه لنډه خبرپاڼه کې وویل، دوه خبریالان چې له دوی سره په کار بوخت وو، له دوو نورو افغان ژورنالیستانو سره یوځای په کابل کې نیول شوي دي.

یو این ایچ سي آر ویلي «موږ له نورو سره په همږغۍ تر وسه وسه هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو. موږ به د دې موضوع د څرنګوالي په اړه نور څه ونه وایو.»

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوه امریکايي تبعه په ګډون یو بریتانیايي ژورنالیست او یو آیرلنډي عکاس د ۹ نیول شویو بهرنیانو په منځ کې شامل دي.

نیویارک ټایمز بیا وايي چې د بي بي سي پخوانی خبریال اندریو نارت او پخوانی ژورنالیست پیټر جووینال، چې په کابل کې یې یو مېلمستون درلود، نیول شوي دي.

مخکې یوازې د اندریو نارت په اړه ویل شوي وو چې نامعلومو کسانو یرغمل کړی دی. نارت په وروستیو کې د ملګروملتو د کډوالو په لویه کمیشنرۍ کې کار کاوه.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې نیول شوي بهرني اتباع بیرته خوشې شوي دي.

مجاهد: نیول شوي بهرني اتباع مو بیرته خوشې کړل

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب