Homeخبرونهمجاهد: نیول شوي بهرني اتباع مو بیرته خوشې کړل

مجاهد: نیول شوي بهرني اتباع مو بیرته خوشې کړل

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې نیول شوي بهرني اتباع بیرته خوشې شوي دي.

نوموړي پرته له دې، چې د نیول شویو کسانو هويت او شمېر وښيي، ويلي: هغه بهرني اتباع چې ځانونه يې یوې نړیوالې مؤسسې ته منسوبول، له دې امله چې پيژند پاڼې، جوازنامې او لازم اسناد يې نه درلودل، توقیف شوي وو.

د طالبانو د حکومت وياند زياتوي، چې نيول شوي بهرني اتباع په ښه حالت او له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې وو.

د ذبیح الله مجاهد په وينا، دغه کسان د هویت د تثبیت او له مسئولې مرجع څخه تر اطمینان وروسته همدا اوس بیرته خوشي شول.

نن ځينو رسنيو راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د بي بي سي د یوه پخواني خبریال په ګډون ۹ بهرني اتباع نيولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...