دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبایډن د افغانستان ۳ نیم میلیارده کنګل کړې پانګه د سپټمبر د...

بایډن د افغانستان ۳ نیم میلیارده کنګل کړې پانګه د سپټمبر د ۱۱ قربانيانو ته ورکوي

تاند: ( جمعه ، د دلوې دوه ويشتمه)‏ راپورونه وايي، چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن ممکن د افغانستان د کنګل کړې شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو بانکي پانګې درې نیم میلیارده ډالره د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانيانو ته ورکړي.

استوشیتدپريس خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله وايي، چې بایډن ممکن ژر د دې پریکړې د اجرايي کیدو حکم ورکړي.

په دې اړه له څو مياشتو راهيسې بحثونه روان دي.

د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو د امريکا متحده ايالاتو له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د درې نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې او محکمې ته یې په دې اړه عریضه کړې ده.

دوی ویلي، چې دا پیسې باید په دې دليل ورکړل شي، چې طالبانو د يادې پېښې په تنطيم کې له القاعدې ډلې سره همکاري کړې وه.

د امريکا حکومت ويلي، چې ياده قضیه به د امریکا محکمه څېړي او په اړه به ېې پریکړه کوي.

افغانانو او طالبانو وار د مخه د افغانستان له بانکي زېرمو څخه د سپټمبر پېښې قربانيانو ته د تاوان ورکولو مخالفت کړی او دا یې بې ځايه او ظالمانه غوښتنه ګڼلې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو تازه په دې تړاو توند غبرګونونه ښودلي او له امریکا څخه ېې غوښتي، چې د دوی پيسې ورکړي او ورسره ظالمانه چلند ونه کړي.

2 COMMENTS

  1. برید چا کړی ؟ له کومه ځایه شوی؟
    بن لادن چېرته ووژل شو ؟
    اوس جزا چاته ورکوي ؟

  2. this decision of boiden is not fear.
    OSAMA BENLADEN WAS IN PAKISTAN.
    ALL ATTACKERS WAS FROM Saudi Arabia.
    ANY AFGHAN WAS NOT PARTICIPATE IN 9/11 ATTACK.
    NATURALLY AFGHANS ARE NOT TERRORISTS..
    TERRORIS IS EXPORT FROM PAKISTAN.
    THOUSANDS OF MADARESS IS IN PAKISTAN.
    I HOPE JUSTICE DEPARTMENT OF UNITED STATE FEARLY ACT.
    AND RELEASE AFGHAN STORE BUDGET.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب