دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ترکمنستان کې د افغانستان سفیر استعفا ورکړه

په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر استعفا ورکړه

تاند(جمعه، د دلوې ۲۲مه) په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر خان ولي بشرمل له خپلې دندې استعفا په یوه ټویټ کې اعلان کړې ده.

بشرمل پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د افغانستان او ترکمنستان له بهرنیو چارو وزارتونو او دیپلوماتیکو ماموریتونو سره کار ورته خوندور و.

ده همداراز لیکلي«زه پوره ډاډه یم چې د سوله ییزې راتلونکې لپاره به افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ، د لاجوردو د کوریدور او نورو مهمو پروژو د عملي کولو په خاطر اغېزمن کارونه وکړي.»

ترکمنستان د افغانستان یو مهم تجارتي او اقتصادي شریک هیواد دی.

خان ولي بشرمل د ۲۰۲۰ په سپټمبر کې په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو. ده تر دې مخکې په ارګ کې کار کاوه.

ترکمنستان او افغانستان د ۱۹۹۲ د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه په خپل منځ کې دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړي دي.

سره له دې چې د تېر کال د اګست په ۱۵ طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی دی خو د دوی رژیم تراوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني او په ټولو هیوادونو کې د افغانستان سفیران هغه کسان دي چې د اشرف غني حکومت ګومارلي وو.

تر بشرمل مخکې په ایران، چین، پاکستان او ملګروملتو کې افغان سفیرانو دندې پرې ایښي دي.

پرون د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبان غواړي چې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دوه یا درې دیپلوماتان واستوي.

کابلوف په عین حال کې ویلي چې طالبان نه غواړي چې د افغانستان سفیر دنده پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب