دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ظهیرالدین محمد بابر| دولت وزیري

ظهیرالدین محمد بابر| دولت وزیري

په هند کې د لودي پښتنو د واکمني پر مهال کله چې سلطان بهلول لودي د ملک کالا زوی له ۱۴۵۱څخه تر ۱۴۸۸ م کال او بیا زوی يې سلطان سکندر لودي له ۱۴۸۸ څخه تر ۱۵۱۷ م کال پورې واکمنان وو، هر څه په سمه توګه تر سره کېدل. هغه د پښتنو متل دی چې وايي:

«د پلار ګټلي زوی ته اسان دي.»

کله چې وار د سلطان سکندر زوی سلطان ابراهیم لودي ته ورسېد. سلطان ابراهیم لودي چې یو کمزوری، ځان غوښتونکی او کینه ګر واکمن و، په هند کې د پښتنو لپاره يې له بدمرغۍ پرته نور څه په میراث پرې نه ښودل. لومړی خو ده د خپل ورور شهزاده جلال سره د واک پر سر شخړې وکړې، وروسته يې خپل وروڼه بندیان کړل او په خپله هم په چړچو او مېلو بوخت شو.

د ده د ناوړه کړنو له امله و چې د پنجاب حاکم دولت خان لودي چې د ده له خوا ټاکل شوی و او د ده خپل اکا علاوالدین عالم شاه هم د ده پر ضد د بابر ملګري شول او په دې ترتیب د بابر له خوا يې واکمني د پاني پت په ډګر کې د ده په وژلو سره په ۱۵۲۶ م کال پای ته ورسېده.

دا ټول د يوې خوا دکمزوري واکمن چې ابراهیم لودي و او د بلې خوا د یوه باتدبيره او پوه مشر چې ظهيرالدین محمد بابر و د هڅو پایله وه.

سلطان ابراهیم د خپلې کورنۍ او د پښتنو سردارانو تر منځ یووالی ونه شو ساتلای او بابر بیا د دوی له بې اتفاقیو څخه ګټه پورته کړه او په هند کې يې د مغلو واکمني رامنځ ته کړه.

د مغلو واکمني په هند کې له ۱۵۲۶ څخه تر ۱۸۵۸ م کال پورې دوام وکړ. دا ټول د بابر د پوهي، او پر ځای کړنو له امله و. بابر لومړی پر افغانستان خپله واکمني ټینګه کړه او بیا يې د پښتنو په واسطه په هند کې د پښتنو حکومت ته د پای ټکی کېښود. وايي بابر دا کارونه په ډېر تدبیر تر سره کړل:

لومړی: د دې لپاره چې د پښتنو باور تر لاسه کړي د یوسفزیو د شاه منصور د لور بي بي مبارکې سره يې واده وکړ.

دویم: دا چې د لودي کورنۍ له بې اتفاقیو څخه يې په ښه توګه ګټه پورته کړه.

درېیم: د دې لپاره چې د لودي واکمنیو له زور او ځواک څخه ځان خبر کړي، د یوه ملنګ په جامه کې د قلندر بابر په نامه د سلطان سکندر دربار ته ورغی او له سلطان سکندر سره يې له نږدې ولیدل. په دې توګه ده وکولای شول چې د لودي په کهول کې نفوذ وکړي او بیا يې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.

اخځ:

بابر او پښتانه د محقق بختاني لیکنه

1 COMMENT

  1. پاته د نه وي چې د هندوستان راجپوتانو نه یې د سلطان ابراهیم لودي په مقابل کې پوره مرسته ترلاسه کړې وه. راجپوتانو ته یې ویلي وو چې تاسې مرسته وکړئ چې پښتانه له هندوستانه وشړو. که چې قدرت ته ورسېد ، په خپل عهد یې وفا ونکړه او خپله واکمني يې ټینګه کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب