دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو په کابل کې نیولې ښځې خوشي کړې

طالبانو په کابل کې نیولې ښځې خوشي کړې

تاند(جمعه، د دولوې ۲۲مه) د پروانه ابراهیمخېل خپلوان وايي چې نوموړې نن شپه د طالبانو له لوري خوشې شوې ده.

تر دې یوه شپه وړاندې دوې نورې ښځې، چې په کابل کې یې د طالبانو پر ضد په مظاهرو کې ګډون کړی و، خوشي شوې وې.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي ته په منسوبه ټویټرپاڼه کې د نوموړي په قول ویل شوي چې دوی د بي بي سي پخوانۍ خبریاله پروانه ابراهیم خېل له لنډو تحقیقاتو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.

ده دا هم لیکلي چې اسلامي امارت پر هغه څه چې نړۍ یې غواړي او ژمنه یې ورسره کړې ده، متعهد دی.

طالبانو تر دې مخکې د ښځینه فعالانو د نیولو تورونه په بشپړ ډول ردول.

اغلې ابراهیم خېل هم تایید کړه چې خوشي شوې ده. دا وايي چې له یو شمېر نورو فعالو ښځو سره ۲۰ ورځې وړاندې د طالبانو له لوري نیول شوې وه.

 د فعالو ښځو د خلاصون خبرونه وروسته له دې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په دې اړه خبرې وکړې.

په جینیوا کې هم د نړیوالو موسسو استازو له طالب پلاوي سره په کتنو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د فعالانو د خوشي کېدو غوښتنې وکړې.

پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د جدي په ۲۹ مه او زهرا محمدي او مرسل عیار تېره اوونۍ بې درکه شوې دي.

تر دې مخکې د هرات د ښځو د محبس رييسه عالیه عزیزي هم بې درکه شوې وه.

 د چهارشنبې په ورځ بشري حقونو د څار ډلې، د بخښنې نړیوال سازمان او ۲۰ نورو نړیوالو موسسو د هغو ښځو د فوري خلاصون غوښتنه وکړه چې په وروستیو کې په افغانستان کې بې درکه شوې دي.

 دغو موسسو په ګډه اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې له ښځو سره توپیر او بد سلوک کېږي.

دوی طالبان په افغانستان کې د مېرمنو د فعالیتونو په لاره کې د پر له پسې خنډ پېښولو مسوول ویلل.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدربار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې که طالبانو دا ښځې نیولې نه وي، باید ویې مومي:

«د طالبانو په ردېدو ډېر باور نه شي کېدای د دې لپاره چې هغوی په ډېرو مواردو کې ناسم چلند کړی دی. که دوی په خپله دا ښځې نیولې نه وي او وايي چې حکومت اداره کوي، پکار ده چې د وسله والو سړو له لوري، چې د شپې په تیاره کې ځانونه د طالبانو د استخباراتو غړي معرفي کوي، د ښځو د تښتول کېدو په اړه اندېښمن وي. »

1 COMMENT

  1. TALIBA DE MAZLOOM. WOLES DE AZAAROLOW LAS WAKHLEY.
    DE KHUDAYEE DE QAHER NAH WOWEERIGY.DE PAKISTAN ZED. KHALK. ZMONG AFGHAN WOLES DAY.
    KA MO DAA KHAAL WEE .2001 KAL PA SHAAN BAH BYA PA MOTER SYCLO TEKHTEY..
    AFGHAN WOLAS DE QADER WARR DAY.AZZAR MAH. WARKAWEEI.
    ZHWANDAY DEE WEE. AFGHAN WOOLES

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب