دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبایډن د افغانستان ۷ ملیارډه شتمني په دوو برخو وویشله

بایډن د افغانستان ۷ ملیارډه شتمني په دوو برخو وویشله

تاند(شنبې، د دلوې ۲۳مه) د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس یې د افغانستان ۷ ملیارد ډالره کنګل شوې پیسې ازادېږي خو نیمايي یې په افغانستان کې په بشري چارو لګېږي او نیمايي نورې یې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.

د سپټمبر د یوولسمې تروریستي حملې د عربانو له لوري شوې وې خو د حملو طراح د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې مېشت و.

د نیویارک د سوداګرۍ د مرکز په دوو اسمانڅوکو ودانیو کې د سپټمبر د یوولسمې په تروریستي حملو کې شاوخوا ۳ زره تنه ووژل شول.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه یوازې له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو نړیوالې مرستې ودرېدې بلکې د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره شتمني، چې ۷ ملیارد ډالره یې په امریکا کې وه، کنګل شوه.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې په لاسلیک شوي فرمان کې داسې لار پرانیستل شوې ده چې د دغو پیسو نیمايي هغو افغانانو ته ورسېږي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د تېرو شلو کلونو تجربې ښودلې چې د ملګروملتو په شمول د نړیوالو موسسو د مرستو ډېره برخه په لوړو معاشونو، لوکسو موټرو او لوکسو ودانیو لګېږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو د قربانیانو خپلوانو د امریکا په محکمو کې د طالبانو خلاف په اقامه کړې دعوه کې د تاوان په توګه د افغانستان د کنګل شویو پیسو غوښتنه کړې وه.

لا هم د بایډن حکومت د دې موضوع پر تفصیل کار کوي او ویل کېږي چې لا هم میاشتو وخت ته اړتیا ده چې د دغو پیسو یوه برخه د سپټمبر د حملو د قربانیانو خپلوانو ته ورکړل شي.

یوه امریکايي چارواکي وویل، د دې دلیل دا دی چې د قربانیانو خپلوانو د ۷ ملیارد ډالرو غوښتنه کړې ده خو بایډن نیمايي پیسې افغانانو ته د بشري مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب