Homeخبرونهايران د خپلې خاورې له لارې د افغان ګاز ونفتو د ۳...

ايران د خپلې خاورې له لارې د افغان ګاز ونفتو د ۳ مياشتيني ترانزيت اجازه ورکړه

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي ‏‏‏‏‏کاظمي قمي ويلي، چې هېواد یې له خپل قلمرو څخه د افغان ګازو او نفتو د ترانزیت درې مياشتينۍ اجازه ورکړې ده.

باختر خبري اژانس د دې خبر له خپرولو سره په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ويل شوي، چې دا درې مياشتينۍ اجازه له روانې دلوې میاشتې څخه پیل او د نوي لمريز کال د حمل مياشتې تر پايه پورې دوام لري.

د ایران په ګډون د ګاونډيو هېوادونو سره د طالبانو د ډېرو داسې وروستيو معاملو په اړه خلکو ته دقیق جزییات نه دي ورکړل شوي.

تېره اونۍ ايران د طالبانو له لوري د دوی خاورې ته د کمال خان بند د اوبو د خوشې کیدو اعلان وکړ او له مننې سره یې د طالبانو د دې « پر قول دریدو» ویډیو هم خپره کړه.

طالبانو بيا په دې تړاو خبرونه رد کړل.

معلومه نه ده، چې افغانستان ته د ایران وروستی امتیاز طالبانو له هماغې معاملې سرچینه اخلي او که کوم بل اړخ لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...