یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهناروې ته د متقي سفر، افغان معترضینو یې پر ضد لاریون کړی

ناروې ته د متقي سفر، افغان معترضینو یې پر ضد لاریون کړی

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، د يوه پينځلس کسيز پلاوي په مشرۍ په داسې مهال د ناروې پلازمېنې اوسلو ته رسیدلی، چې د کاناډا په پلازمېنه ټورنټو کې يو شمېر افغان معترضانو د ناروې سفارت مخې ته د دغه سفر او طالب حکومت پر ضد لاریون کړی.

دغو معترضانو له ناروې او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د دوی په ټکیو « د طالبانو پر جنایتونو او ظلمونو» سترګې پټې نه کړي او دې ډلې ته د ځان توجیه کولو لپاره ټريبيون په واک کې ورنه کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، ناروې ته خپل دغه سفر اروپا ته د طالبانو د حکومت د لوړپوړي پلاوي لومړنی او مهم سفر ګڼلی او ويلي، چې د ناروې په« بلنه او فوق العاده الوتکه» کې د دغه سفر په ترڅ کې به د یاد شوي هېواد تر څنګ د اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو تر څنګ له یو شمېر افغانانو سره هم وویني.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير هیله ښودلې، چې د داسې سفرونو او تعاملاتو لړۍ به یې دوام پیدا کړي.

يو شمير نورو افغان فعالانو هم د دې سفر په اړه اعتراض کړی، خو یو شمېر نور بيا هیله من دي چې افغان فعالان او بهرني ديپلوماتان به د افغانستان د واقعیتونو او اړتياوو سره د طالبانو د تعامل لپاره د دوی استازي قانع او له کړکېچن وضعیت څخه د افغانستان ژغورلو ته کومه لاره ومومي.

2 COMMENTS

  1. وروڼو پریږدئ چی وګرځي دنیا وګوری عاطفه، همدردی، تساند، د وطن خدمت، د کار قدر، د انسان لوړ مقام، کلتور او د دنیا تعاملاتو سره آشنا شی، هرځل تګ باندی ډیر مثبت تغییر پکی راځي تاسی یی ابله دوره او اوس مقایسه کړی دا صحیح ده چی ۲۵کاله یی پښتانه ووژل مکتبونه یی ورخراب له شفاخانی یی بی برخی کړل باسوادان ورته حلال کړل او ډیر نور ناروا او ظلمونه یی وکړل خو اوس امریکی ته وایی چی موږ ډیر تغییر کړی او نور هم ښه کیږو. غټان یی اوس لږ څه ښه سوی دغو وړو سره یی تاسی حوصله وکړی ایا تاسی پوهیږئ چی دوی څومره مغز شویی شوی او په څه رقم ځایونو کی پنجابیانو روزل مطلق د وحشت محیط کی اوس چی وطن ته راغلل ان شاالله سم به شی ورته غصه کیږئ مه جوړ یی کړی هسی هم په پښتنو ور تاوان دي څکګه یی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب