Homeخبرونهزاخېلوال: ط دې ملي مشروعيت موندلو او ټاکنو ته لومړيتوب ورکړي

زاخېلوال: ط دې ملي مشروعيت موندلو او ټاکنو ته لومړيتوب ورکړي

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د افغانستان د نجات حرکت مشر او د ماليې پخوانی وزير ډاکټر عمر زاخېلوال له طالبانو غوښتي، چې د خپل حکومت د مشروعيت موندلو لپاره‌‌ دې د نړیوال مشروعيت جوړولو پر ځای د خپل ملي مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره هڅې چټکې کړي.

د هغه په وينا، طالبان که نړيوال مشروعيت غواړي، لومری باید د ملي مشروعيت د رامنځته کولو او بيا د ټاکنو زمينه مساعده کړي.

نوموړي د طالبانو ستونزه په دې برخه کې دا ښودلې، چې ملي مشروعيت ته د ډېرې پاملرنې پر ځای پر خپل نړیوال مشروعيت ډېر تمرکز کوي.

طالبانو په دې اړه، چې د ملي مشروعيت د پیدا کولو لپاره څه به کوي، څه نه دي ويلي.

طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ او افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه هم څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري د یوه ګډ حکومت د جوړولو لپاره د هڅو خبر ورکړل شوی او ويل شوي، چې دوی د نورو سیاسي لوريو د استازو په ګډون یوې ۱۲ کسيزې شورا ته د موقت حکومت د جوړولو او سپارلو په طرحې کار کوي.

طالبانو بیا دا موضوع تایید کړې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...