چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهکندهار ښاريان: د ط په ډزو او بې احتیاطه موټر چلولو ولسي...

کندهار ښاريان: د ط په ډزو او بې احتیاطه موټر چلولو ولسي تلفات بوږنونکي دي

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د کندهار ولايت اوسېدونکي، چې طالبان ورسره د خپل عمومي مشر ( دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د ګډ ژوند ادعا لري، د طالب جنګياليو له ناوړه چلند څخه شکایت لري.

دوی په کندهار ښار کې د طالبانو په یوه رینجر موټر د ډاکټر شفيق احمد په نوم د یوه کس د مور د وژل کيدو تازه پېښې ته په اشارې سره وايي، چې دا ډول پېښو تر پوزې راوستي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د طالبانو د بې احتیاطه موټر چلولو تر څنګ په چیک پینټونو کې د دوی د وسله والو له خپلسرو ډزو او ملکي تلفاتو هم شکایت کوي.

د خلکو په خبره، تېره ورځ هم د کندهار ښار په اتمه حوزه کې طالبانو د یوه هیرویني کس د وژلو په هدف ډزې وکړې، چې یو بل کس په ډزو ووژل شو.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته پېښو خبرونه او شکایتونه خپاره شوي.

2 COMMENTS

  1. سلام ! پښتنی ګلوبلیزیشن ((زه دورورپرضد ، زه اوورورمې دتربورپرضد ، اوزه ، وروراو تربور مې دنړۍ پرضد))

  2. که کار اهل کار ته وسپارل شی او حکام منحیث خادم ملت احساس د مسؤلیت ولری نه فرعون یا دشمن د قوم، نو بیا د ملت له ژوند او عزت سره بی احتیاطی او لوبو تصور هم نشی کیدای.
    خو اوسنی تجربه،فهم او تربیه،دینی پوهه او سلوک د مؤمن ملت د خدمت لپاره نه تنها کافی ندی بلکی اکثرا مضر تمامیژی ،نو هر طالب اهل کار ندی، منحیث حکام مسلمین دا امانات باید اهل ته یی وسپارل شی ورنه دا خیانت منتج کیژی په فسق،ظلم او حتی کفری اعمالو سره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب