سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامنيتي سرچينه: کرزي حقاني شبکې ته ۶ ميليونه ډالره ورکړي وو

امنيتي سرچينه: کرزي حقاني شبکې ته ۶ ميليونه ډالره ورکړي وو

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د اينډيډیټ فارسي رسنۍ د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنيت د یوې سرچينې په حواله د طالبانو د حقاني شبکې د جوړښت او فعاليتونو په اړه په يوه خپاره کړي راپور کې له دغې شبکې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې پټې معاملې پرده پورته کړې ده.

ډغې افغان امنيتي سرچينې يادې رسنۍ ته ويلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې حقاني شبکې ته په پاکستان کې د افغانستان د سفير عبدالخالق فراهي د خوشې کیدو لپاره ۶ ميليونه ډالره ورکړي وو.

فراهي، چې له خوشې کيدو وروسته د حامد کرزي له لوري د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس ټاکل شوی و، په ۲۰۰۸ کې له پېښور څخه وتښتول شو.

مخکيني افغان امنيتي مقام ويلي، چې نوموړی د حقاني شبکې د انسان تښتونې د څانګې له لوري چې مشري یې د جلال الدين حقاني وروڼو ( خليل الرحمن حقاني او ابراهيم حقاني) کوله، تښتول شوی و.

يادې سرچينې ويلي: زه حقاني شبکې ته د حامد کرزي د هغې پریکړې شاهد وم، چې د فراهي د خوشې کیدو لپاره یې حقاني شبکې ته د ۶ میليونه ډالرو ورکړه ومنله.

عبدالخالق فراهي ته يوې نیږدې سرچينې تاند ته وويل، چې نوموړی په پېښور کې له تښتول کیدو څخه وروسته وزيرستان قبايلي سیمې ته وړل شوی او هغلته ساتل شوی و.

یادې سرچینې په مشخص ډول په دې قضیه کې د حقاني شبکې د لاس لرلو په اړه څه ونه ويل، خو په دې اړه زيات راپورونه شته، چې د حقاني شبکې مرکزونه په وزيرستان کې وو او د‌ افغان حکومت له تر واک لاندې سیمو څخه یې هم یو شمېر تښتولي کسان هملته خپلو مرکزونو کې ساتل.

عبدالخالق فراهي ته نیږدې سرچينې تاند ته دا هم وويل، چې نوموړي د تښتونکو له منګولو څخه تر خوشې کیدو وروسته د خپلې تښتونې کيسې په کتابي بڼه چمتو کړې وې، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو نورو لوړپوړو چارواکو د ځینو حساسیتونو له کبله د کتاب د چاپ اجازه نه وه ورکړې.

خپله عبدالخالق فراهي، حامد کرزي او حقاني شبکې په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. تاسو نو داسې مه کوئ چې هر څه سره ولړئ او وتپئ. اینډیپینډنټ فارسي، بي بي سي فارسی، تاجکي، او د فارس ګڼ شمیر خبري سرچینې داسې څه خپروي چې د پښتنو سپکه په کې شوې وي. دوی چې داسې نارینه وي د بسم الله د پچو، د فهیم د غلاوو، د عبدالله د غلاوو، د پنجشیر د غرونو د ویش … په رابطه دې لیکل وکړي. لږ خپلو خبرو او الفاظو ته پام کوئ. شبکه به په جنایتونو کې ککړه وي لاکن کرزی داسې په اسانه مه ور ټېل وهئ. کرزي د منفي تر څنګ ډېر مثبت کارونه هم کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب