شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد‌ بندي کيدو ۶ مه ورځ، ط د پاکستان ضد لاریون د...

د‌ بندي کيدو ۶ مه ورځ، ط د پاکستان ضد لاریون د تنظیموونکي په اړه څه نه وايي

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) په کابل کې د پاکستان پر ضد د پلان شوي لاريون تنظيموونکی، چې طالبانو ۶ ورځې مخکې بندي کړی، د برخليک په اړه یې تر اوسه پورې طالب چارواکو څه نه دي ويلي.

د لاريون تنظيموونکي عظیم عظیمي د خپل بندي ورور له ټویټر پاڼې څخه لیکلي، چې د طالبانو په زندان کې یې د ورور د بندي کيدو نه شپږمه ورځ ده.

طالبانو د عظیم عظیمي د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

نوموړی شپږ ورځې د مخه د کابل هوايي ډګر له مخې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف په مشرۍ د راتلونکي پلاوي له راتلو سره په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو خلاف لاريون وکړي.

په هغه ورځ ظاهرا د هوا د خرابوالي په دلیل د معيد يوسف سفر لغوه شو، خو عظيم عظيمي طالبانو زنداني کړ.

د طالبانو یو شمېر مطبوعاتي مبلغينو د نوموړي له ټلیفون څخه څو غږيږ او لیکني پیغامونه رسنیز کړل، چې څو بهر مېشتو پاکستان ضدو افغانانو له عظیم عظیمي سره د کیدونکی لاریون په اړه خپلې مشورې شریکې کړې وې.

د عظیمي ځینو خواخوږو ویلي، چې د هغه ټلیفون ته د طالبانو له لاسرسي ښکاري، چې طالبانو د خپل ستر متحد (پاکستان) د لاسوهنو خلاف راوتی دغه افغان ځوان شکنجه کړی او لا نور خطر ورته متوجه دی.

1 COMMENT

  1. تالبانو ته پکاره چی په ارګ باندی هغه بیرغ ورپوی کوم چی دوۍ د ځانمرګیو په وخت کی هم په خپلو سینو باندی کلک لګولی وًَ
    د غه پاکستانی بیرغ چی تالبانو ته ددوۍ ددین او ایمان نه هم زیات ارښت لری باید نور په ښکاره ډول په خپلو سینو او د افغانستان په ټولو ادارو راوځړوی او افغانانو ته د خپل رښتینی محبت او ایمان چی د پاکستان په ښیرازۍ او د هیرا منډۍ په بقا پسی تړلی وښايی.
    تر څو افغانان پدی وپوهیږی چی نور د تالب د معشوقی په خلاف هیڅ ډول کړنه ونه کړی ځکه چی د یو لوی مجرم په حیث به ورسره د تالبانو له خوا چلند وشی.

    د عظیم عظیمی لوی جرم همدا دی چی د تالبانو د پاکستانی ایمان او شریعت سپکاوی يی کړی او تالبان هر څه منلی شی خو د هیرا منډۍ سپکاوی دوۍ ته د منلو وړ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب