یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د متقي او پنجشير جبهې مذاکراتو ته بدبيني وښوده

حکمتيار د متقي او پنجشير جبهې مذاکراتو ته بدبيني وښوده

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په یوه وینا کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي او پنجشير مقاومت ډلې د سولې مذاکراتو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي په یوه وینا کې د سولې خبرو د تاييد ترڅنګ ويلي، چې په يادو مذاکراتو کې د پنجشېر مقاومت ډلې ته طالبانو ډېر نرمښت ښودلی.

ګلبدين حکمتيار د يادې جبهې د یوه اړوند دیپلومات په کور کې د دغو مذاکراتو ترسره کول د طالبانو « حسن نیت» خو د پنجشېر مقاومت ډلې « ناوړه استفاده» ګڼلې ده.

حکمتيار په دغه وينا کې دا هم ويلي، چې پنجشېر مقاومت ډلې له طالبانو څخه په واک کې د ۳۵ سلنې ونډې غوښتنه کړې، چې حق یې نه دی او نه هم طالبان په دې اړه د واک د وېش صلاحیت لري.

د حزب اسلامي مشر پر دې هم نیوکه کړې، چې ګواکې د پنجشېر مقاومت ډلې ټول غړي د طالبانو څ عمومي بښنې له فرمان څخه د برخمن کيدو مستحق نه وو.

نوموړي طالبانو ته له پنجشېر مقاومت ډلې سره په خبرو کې له پوره احتياط او مسوولانه ګامونو څخه د ګټې اخيستو مشوره ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب