یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+دا ورځ د ادب په تاریخ کې

دا ورځ د ادب په تاریخ کې

له نن څخه ۴ کاله پخوا د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۲ امریکايي لیکواله اورسلا کې. لې ګین (Ursula K. Le Guin)، چې د خپلو ساینس فیکشن / علمي تخیلي کیسو د لیکلو په خاطر یې ډېر شهرت ګټلی، د ۸۸ کلونو په عمر مړه شوه.

دا د ۱۹۲۹ د اکتوبر په ۲۱ د کلیفورنیا په بیرکلې کې زېږېدلې. د دې پلار اې ایل کروبر مشهور بشرپېژاند (انتروپولوژیست) او مور تیودارا کروبر لیکواله وه.

دا په خپلو لومړیو درو ناولونو (Rocannon’s World (1966), Planet of Exile (1966), and City of Illusions (1967)) کې د هین په نوم یوه سیاره معرفي کوي چې انسانان پکې ژوند پیلوي. خو د دې تر ټولو مشهور ناول (The Left Hand of Darkness) نومېږي چې په ۱۹۶۹ کې یې خپور کړ او د هغو انسانانو په اړه دی چې هم ښځې دي او هم نارینه یعني کله چې وغواړي ښځې کېږي او کله نارینه.

له نن څخه ۱۷۳ کاله پخوا د ۱۸۴۹ د جنورۍ په ۲۲ مه سویډني ډارمه، ناول او کیسه لیکوال اوګوست سترندبرګ (August Strindberg) وزېږېد.

ده د ارواپوهنې (سایکالوژۍ) او طبیعت ګروهنې په یوځای کولو سره د اروپا په ډرامو کې یو نوی ډول رامنځته کړ چې ایکسپریشنیزم ته یې تکامل ورکړ.

سترندبرګ په ستوګهلم کې زېږلی او د ۱۹۱۲ د مې په ۱۴ مه د ۶۳ کلونو په عمر په همدې ښار کې مړ شوی دی.

د ده د لیکوالۍ سبک ایکسپرشینستي (Expressionism) و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب