یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+واک ولسي امانت دى که د شخصي امتیازاتو کڅوړه؟

واک ولسي امانت دى که د شخصي امتیازاتو کڅوړه؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

په عمومي توګه دولتونو او حکومتونو ته ددې لپاره اړتیا ليدل کيږي چې خلکو ته په ښه ډول اسانتياوې رامنځته کړي، قانون پلی او عدالت قائم کړي، خپلواکي وساتي، د ټولنې د مادی شتمنيو او معنوي ارزښتونو  څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

موږ دلته د خپلو معتقداتو او کلتوري ځانګړتیاو په چوکاټ کې د ښې حکومتولي په شاخصونو باندي راڅرخيږو. ښه حکومتونه هغه وي چی د ملي مشروعیت له مخې رامنځته شوى وي، د چارو په سرته رسولو کې ملي ګټې خوندي کړي، خلکو ته ځواب ویونکی وي، په جوړښت کې يې روڼتيا او په اجرائاتو کې يې د حساب ورکونې عنصر شتون ولري، د ټولو پرګنو مشارکت پکې مشهود وي، د قانون حاکمیت او عدالت پکې عملاً په نظر کې نیول شوی وي.

ځینې  فلاسفه ښه حکومتولي د یو هیواد د بشري او غیرې بشري منابعو متوازن استعمال او د نړۍ له نورو هېوادونو سره داسې اړيکو پاللو ته وايي چی اوږدمهاله، انډوليزه، ټولګټې، عادلانه اقتصادي او ټولنیزه وده تضمین کړي. که  ددغه تعریف له مخې موږ خبره زموږ په هېواد کې په ښه حکومتولي باندي راوڅرخېږو، نو د اسلام تر اصولو لاندې، د سرچينو عادلانه ويش، متوازن پرمختګ، د قانون حاکمیت، د بشر د حقونو د خوندیتوب او ولسي ملاتړ پربنسټ ولاړ او له نړۍ سره د خپلو حياتي ګټو د خوندیتوب په اډانه کې جوړ سيستم رامنځته کولو ته ښه حکومتولي ويلاى شو.

په نننۍ بدليدونكى عصر کې اقتصادي بازارونه نړيوال شوي دي اقليمي بدلونونه را روان دي په ښارونو باندي د ولسي کډوالي د لوړې کچې له امله فشار دى. حکومتونه يوازې دومره وړتیا نلرى چې پورتني ټولي ستونځې حل کړي، نو مجبوراً په دغه شان حالاتو کې له خپلو وړتیاو ورهاخوا د خصوصي سکتور او مدني ټولنو له ظرفیتونو څخه ګټه پورته کوي او همدغه ګډ کار ته ښه حکومتولي ويل کېږي.

د ښې حکومتولي ځانګړتیاوې؛

ملي مشارکت؛

په عام ډول ټول، سياسي ګوندونه، مدني ټولنې او عام ولس چې په يوه ځانګړي جغرافيه کې ژوند کوي حق لري چې په يو او بل ډول د حکومت په اډانه کې ونډه ولري او په ټولو کړنو باندي يې خبر وي او څار يې وکړي.

په چارو کې روڼتيا؛

د ښې حکومتولي بل شاخص داسې شفافیت رامنځته کول دي چې حکومتي کړنې د قانون په چوکاټ کې د ننه کيږي، خلک د حکومت په پریکړو، د پريکړو په عملي کولو او تګلارو باندي خبر وي.  خلک د حکومت لخوا د سرچينو د عادلانه ويش، د کاري فرصتونو په برابرولو، حکومتي لګښتونو، اقتصادي زيرمو، پراختيايي پروژو، نړيوالو اړيکو څرنګوالى، دولتي خدماتو ته متوازن او عادلانه لاسرسى او نورو برخو په روڼتيا باندې باوري واوسي.

ناپېيلي او متوازنې بهرنۍ اړیکې؛

په اوسنيو حالاتو او په سيمه کې د جيوپوليتيک وضعیت له مخې متوازنه او انډوليز بهرنۍ تګلاره تيارول ستونځمن کار دى، خو ناممکن نه دى. زموږ کورنيو ستونځو ته په کتو موږ د احساساتو پربنسټ ولاړه او د تقابل د تګلارې په خپلولو کې ناکاميږږو او پاتې کيږو. اړتیا داده چې موږ د پياوړي تجربه لرونکي او په حساسیتونو باندي خبر سياسي ټيم په مرسته داسې متمائله او هر اړخیزه تګلاره ترتیب کړو چې نه له کوم هېواد سره په شخړه کې لتاړ شو او نه هم د ګاونډیو او سيمې د هېوادونو ترمنځ په رقابتونو او تربګنيو کې ښکېل شو.

احتساب؛

حساب ورکول د ښې حکومتولي تر ټولو مهم او اساسي شاخص دى. دغه اصل حکومت مجبوروي تر څو ولس سياسي ګوندونو مدني ټولنو او حتى ذيدخله نړيوالو مالي بنسټونو ته د خپلو لګښتونو، مالي سرچينو او کلنۍ بودیجې د مصرف په هکله حساب ورکړي.

ملي اجماع؛

جوته خبره ده چې په يو هيواد کې مختلف طبقاتي جوړښتونه، قومونه، ګوندونه او مذهبي ډلې شتون لري، چې هر يو يې جدا توقعات او ځانګړي غوښتنې لري. حکومت مسئوليت لرى چې په سترو بدلونونو، پريکړو، اقتصادي پروژو او د سرچينو په ويش د ټولو اتباعو، اقشارو او طبقاتو حقونه او د غوښتې په پام کې نيولو سره خپله تګلاره وټاکي، تر څو هيڅ اړخ د مأيوسي او ناهيلي ښکار نشي.

د قانون حاکمیت؛

ښه حکومتولي د عدالت او انصاف پربنسټونو ولاړ حقوقي جوړښتونو په درلودلو تحقق مومي، تر څو قوانین  پر ټولو خلکو باندي په بې پرې او عادلانه توګه پلى شي. د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خلکو حقونه او مدني ازادي پکې خوندي وي. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کيږي چې موږ له هر ډول اداري او مالي فساد څخه پاکه داسې اجرائیه او عدليه ولرو چې سليقوي سيستم پکې د چلن وړ نه وي.

خلاصه:

زموږ ستره ستونزه داده چې موږ  يوازې د کور له عمومي دروازې د ننه توکي او بناوې خپلې ښکاري. واک د ځان جوړولو، اقاربو پاللو او شتمن کيدو طلايي فرصت ګڼو. له کور څخه بهر هر څه راته بې مالکه مال ښکاريږي او په وړاندې يې د هيڅ ډول مسئوليت احساس نکوو. په شخصي ژوند او ځاني کاروبار کې هره شونتیا کاروو. د سمون په تړاو فکر کوو د بدلون هڅه کوو. په نيمګړتياو له سره غوړ کوو،  خو په ټولنيزه برخه، سياسي تګلارو او دولتي کړنلارو کې سليقه کاروو، خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيسو او بيځايه دفاع ته اړم يو. د سمون او بدلون، ارزونو او کره کتنو دود نلرو. که واک ته ورسیږو، نو په دولتي امتیازاتو کې داسې تصرف کوو لکه چې شخصي مال مو چې وي. د افسوس خبره داده چې بيا ځانونه واجب الاحترام غيرمسئول او په ولس باندي احسان کوونکي ګڼو.

که مو کله هم د ټولنيز عدالت لپاره مبارزه پيل کړه، ځانونه مو له قانون څخه ښکته کړل، له کور څخه بهر هر ټولنيز او دولتي جوړښت مو خپل وګاڼه، واک مو  امتياز، غنيمت او شخصي ملکيت نه، بلکې د ولس امانت وپيژانده، د نړولو پرځاى مو د سمولو فکر خپل کړ، د ټولنيزو ښېګڼو لپاره مو ملا وتړله او که واک لاس ته راغى، نو ځان مالک نه بلکې امين وګڼو، نو ستونځه تر ډيره حده حل کيږي.

2 COMMENTS

  1. سلام،
    ،زر، زور او زن دواک ملګری دی . دې دریواړوداسلا می جمهوری ګلم ور غونډ کړ ځکه دعدالت ،انصاف،مساوات او اخوت له چوکات وتلی وه خبل غړی یی اوس لا هم وایی چې فسادوه په سوره کهف الله ج فرمایی چې دهرڅه لپا ره سبب شته او د سبب متابعت باید وشی.کومو عواملو ته چې تا ګوته نیولې داټول هغه تیوری ده چې ديوه حکومت ،نظام،ټولنن،کورنی، ښار کلی او بانډې سبب کیدای شی. دواک په څنګ دامر بالمعروف ونهی عن المنکر په موجودیت کې دوه مجرم (کرزی او اودولا)غلی نه کله ناکله غبرګون ښیی دوی سره ولی ددومره کسانو دوژنو محاسبه نه کیږی؟ داوژونکی چا عفو کړی او دا حق څوک لری؟ څنګه؟
    اصلا سیاست یوه احساساتی او هوایی دهوی او هوسونو پدیده نه ده بلکې هغه علم دی چې د هرې پدیدی دعرض او ابعادو څېړل،پېژندل، او راسپړل په کې کیږی چې دغه تجزیه او تحلیل له هوا ګز کېدای نشی عرضی اصول او بنسټ لری.ځینی کسان په انتر نټ، تحول،څار، محور پروګرامونو کې دومره احساساتی شی چې ذسیاست مشعر او اهمیت بیلکل بی کیفیته کړی.خو داسی نه ده دسیاست علم بې له واکه پوهه غواړی ، سیاسی اخلاق، دریځ اومعیار.
    چیغې ، نارې ،پيغور بګیرو نمان هله تا څه وویل اوزه څه وایم دانمایشی اوسلیقوی ناندری هېڅ ګټه نه لری دا که بایدن څه وایی ،عمران خان او دنیمه اشغال تا جیکستان ولس مشر دا بیا دهغو کاردی خوزموږ سیا ست او دریځ باید متدین،پراخ،جامع، استوار، ملی او اسلامی بنسټ باندې ولاړ وی . که څوک موږ ته ښکڼځل کوی جواب یې عین شی نه دی بلکې مدبر ،خپلواک او انسان محوری تګلاری توب.
    دواک عملی برخې ډېرې مهمې دی دغه فرصت او زمینی باید مهمې وګنل شی نه وړوکی . دغه سیاست باید نور محدود نشی سعید شینواری دې (طلوع)دپوښتنو نزاکت ته جدی پاملرنه وکړی. جواد څارګر دې لومړی زده کړی او بیا دې دپوهنتون له استاد سره دهېواد به کچه تودې خبرې وکړی.
    په ټوله کې موږ باید احساساتی لوبې یو لوری ته بې له ګواښ،غاښ چیچنې تا او ما پرېږدو داقتصادی کړکیچونو غم وخورو زموږګته په یووالی او ستا دلیکنې پیا وړو او مهمو ټکو کې ده نه بله مسابقه . دملت زعامت ته درناوی په کاردی که څوک نه خفه کیږی.
    کور موودان خوښ اوروغ اوسې

  2. ګران ورور ع شريف زاد صاحب سلامونه نيکې هيلې او احترامات مې ومنئ
    زه يقيناً ستاسو د دريز پلوي کوم. بالکل همداسې ده. زه درسره همغږى يم. يوازې دومره اضافه کول غواړم چې موږ او تاسو اسيب منونکى ملت او هيواد لرو. په کور د ننه د زورواکانو او ولسي قاتلانو له امله په يو او بل نوم ويشل شوي يو. اوس اړتیا دى ته ده چې د زغم او بښنې عنصر پياوړى کړو. زه د حق العبدى خبره نه کوم. که څوک په چا باندې دعوه لري نو باید محکمې ته لاړ شي خو عموماً زموږ حالت دا ايجابوي چې يو بل وبښو. مجبور يو ملت جوړول اسانه نه ده. تاسو باور وکړئ چې که څه نوې نه ده خو د بايدن خبره مې خوب ته نه پريږدي.
    زما دغه خپل هېواد او خپل ولس ډير خوښيږي. غواړم په زرګونه کاله د يوه افغان په نوم په يوه هېواد کې يو دبل ترڅنګ په سوله ایز ډول ژوند وکړو.
    که پورتني هدف ته ځان رسول غواړو نو د زغم تحمل او د يو بل منلو عنصر به نه بايلو.
    بيا هم مننه وروره! الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی