یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالب پلاوی له لوېدیځو چارواکو سره په اوسلو کې ویني

طالب پلاوی له لوېدیځو چارواکو سره په اوسلو کې ویني

تاند(جمعه، د دلوی ۱ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سبا شنبه د یوه پلاوي په مشرۍ ناروې ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو او د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو له استازو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې طالب پلاوی د سې شنبې تر ورځې پورې په ناروې کې وي.

د طالبانو د حکومت یوه ویندوی بلال کریمي نن رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي:

«امیرخان متقي به په ناروې کې له امریکايي دیپلوماتانو او د اروپايي اتحادیې له استازو سره پر بیلابیلو مسلو خبرې وکړي.»

کریمي دا هم وویل چې طالب پلاوی به له یو شمېر افغان شخصیتونو سره هم وویني خو ده د چا نوم نه دی اخیستی.

خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالب پلاوی به له یو شمېر افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره وویني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالب پلاوی به د سې شنبې تر ورځې په اوسلو کې وي او د ناروې د متحدو هیوادونو له چارواکو سره به هم د مرستو او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه وږغېږي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې طالب پلاوی به د ناروې د کومو متحدو هیوادونو له چارواکو سره وویني خو د ناروې (وي جي) ورځپاڼې لیکلي، د امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې، جرمني، فرانسې او ایټالیا استازي به له طالب پلاوي سره وویني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هوت فیلت ویلي چې دوی د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري ځکه چې هلته ملیونونه انسانان له سخت بشري بحران سره مخامخ دي.

دې په عین حال کې ویلي، له طالب چارواکو سره کتنه به یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه وي.

د ناروې د باندنیو چارو وزیرې همداراز ویلي، د دې لپاره چې په افغانستان کې له ملکي وګړو سره د مرستې امکان برابر شي، لازمه ده چې نړیواله ټولنه او په بېلابېلو خواوو کې افغانان له طالبانو سره خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اغلې هویت فیلت زیاتوي چې له طالبانو به د دوی غوښتنې پوره زغردې وي، په تېره بیا د نجونو د تعلیم او بشري حقونو په اړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب