یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د بایډن خبرې باید جدي وګــــڼو

د بایډن خبرې باید جدي وګــــڼو

(د تجزیې سناریو)

لیکوال: یونس نګاه

ژباړن: محب الله طارق

په اوس وخت کې ټول لږ او ډېر امریکا پېژنو. په وروستیو څلورو لسیزو کې ملایانو، لوستو، سیاستوالو، ښي اړخو، چپیانو، منځلارو احزابو او مونږ ټولو له امریکا نه معاش واخیست، ټوپک مو واخیست، پلان او پروګرام مو واخیست، ناز مو واخیست او غوسه مو ولیده. که اوس هم ووایو چې د امریکا له سیاستونو سره بلد نه یو، ګاونډیان به را پورې وخاندي؛ د هېواد عادي وګړي هغوی چې لاس ګاډي چلوي، دوکانداري، باغواني او جوالي توب کوي، به هم غوسه شي او وبه وایي چې  نږدې درې نسله د امریکا په غېږ کې لوی شوئ خو تراوسه د خپل بادار په خبرو نه پوهېږئ!؟ دوی به ووایي که څلوېښت ورځې یو سپی له چا سره وخت تېر کړي، د هغه شخص له اشارو او سلوکو سره به بلد شي. تاسې د افغانستان ښي، کیڼ او منځلاري سیاستوال، تروریستان او دیموکراتان باید د خپل بادار په پرنجي، د غږ په لحن، د کتلو په طرز، د وروځو په اشارو او د خبرو په کنایو پوه شئ.

رښتیا هم باید پوه شو. شرم دی چې اوس هم  د بایډن د خبرو په معنا پسې د لندن او نیویارک د تفسیرونو په لټه کې واوسو. په وروستیو دوو لسیزو کې دا څویم وار دی چې بایډن صراحتاً وایي چې افغانستان د متحد هېواد او متحد ملت کېدو جوګه ندی او ظرفیت یې نه لري. دغه واضحه او بې پردې خبرې په معنا باید ولې پوه نشو او ولې یې جدي ونه ګــڼو؟

پخپله امریکا حتمي نده چې د افغانستان له وېش نه ګټه پورته کړي، خو ددې هېواد مسئولین د افغانستان له داخلي وضعیت او د ګاونډیانو له غوښتنو ښه خبر دي. دوی زمونږ په سیمه کې استخبارات او ژور رسمي او غیر رسمي روابط لري او پوهېږي چې عربي امارتونه، پاکستان، ایران او روسیې زموږ مملکت ته سترګې ګنډلې دي. مونږ افغانان د افغانستان په احتمالي وېش کې د عربي هېوادونو رول ته متوجه واوسو. د مثال په ډول قطر چې په افریقا کې استعماري معاملاتو کې ښکېل دی، د دوحې په څو قدمي کې د افغانستان لویدیځو بې څښتنه ولایتونو ته چې خوږې اوبه او خاوره لري څنګه پلان جوړ نه کړي؟ 

که د امریکا او طالبانو د دوحې په هوکړه لیک پوه نه شوو او د خپل هېواد په اړه د دغه هوکړه لیک درې سوه صفحه ییزو ضمایمو د پټ ساتلو په مفهوم هم پوه نه شوو، باید د بایډن په واضحو او بربنډو خبرو ځان په ناپوهۍ ونه وهو. دا سړی له هر ډول ملاحظې پرته او د ټول عالم مخ ته وایي چې افغانستان یو متحد مملکت نه شي کېدلی. دا خبره کوم کمزوری مملکت نه کوي، نه کوم پردی مفسر او یا د کوم ګردي مېز تحلیلګر یې وايي؛ زموږ د هېواد د څو درجنه سازمانونو، احزابو، تنظیمونو او سیاسي شبکو بادار دا خبره کوي چې نن د سیاست او اقتصاد د رقابت ډګر له هره پلوه پخپل اختیار کې لري. هم په امارت کې دي، هم د جمهوریت په لوري کې. هم په واک کې دي او هم په مخالفت کې. 

نور نو شک کول ندي پکار چې د افغانستان وېش تر کار لاندې دی او د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران په همدې دلیل زمونږ هېواد کې په ډېر بې مخینې جرئت او علني ډول سره ګرځي. د هېواد روان وضعیت ته په کتو یوه احتمالي سناریو درته وایم ترڅو پوه شئ چې ستاسو د دې وطنوال په ذهن کې کومې وېرې ځای نیولی دی. 

سناریو دا ده:

له روانو سیاسي قطب بندیو ګمان کېدی شي چې پاکستان غواړي د حقاني شبکې په مټ د افغانستان له خاورې تر ټولو غټه مړۍ واخلي. احتمالاً  پاکستان د ختیځ، جنوب ختیځ او کابل په شمول د مرکزي ولایاتو ځینې برخې پخپل خودمختاره حقاني ایالت کې غواړي. پاکستان په سروبي هم اکتفا نه کوي او د کابل او پروان د تصرف لپاره به خپل ډېر ځانمرګي او د حورو میئنان مرش کړي.

که چېرې افغانستان ووېشل شي د هېواد غرب او جنوب غرب کې به ملا عمري امارت رامنځته شي. دغه ځای به د خودمختاره حقاني ایالت په نسبت یو څه کم د پاکستان تر ولکې لاندې وي او اصلي سهم داران او لوبغاري به یې قطر، متحده عربي امارت، سعودي عربستان او ایران وي. د قطر او دوبۍ شیخان د قندهار، فراه، هلمند، نیمروز او هرات پُربرکته ځمکې د راتلونکې لپاره د خپلې ډوډۍ کندو حسابوي او خوښوي چې دلته امارت یا امارتونه ولري.

د هېواد شمال او د مرکزي برخو ځینې سیمې به د خراساني، فارسي، ترکستاني او هزارستاني خواهشاتو د پوره کولو لپاره ځانګړې شي ترڅو د افغانستان هغه خلک چې د فدرالیزم او کنفدراسیون مینان دي، د خپلو هیلو مشق او تمرین په خاطر د (ترکستان، هزارستان او تاجکستان) ایالتونو په لرلو سره  د خراسان فدرالي جمهوریت په نامه مملکت ولري. ایران، ترکیه، تاجکستان او ازبکستان به د دې سیمې اصلي سهمداران وي. چین، هند، روسیه او امریکا به احتمالاً د دغه ټوټو د هېڅ یوې ترڅنګ ونه درېږيٍ، بلکې د دغه ټول بهیر لوی ناظرین، اصلي او تاثیر ګذاره لوبغاړي به وي او د دغې خاورې په هره برخه کې به پانګونې وکړي. 

څنګه؟ له دغه ډول سناریو سره مخ کېدلو مو غوني زیږ کړل که نه؟ کله چې د «افغانستان له شر» نه خلاص شئ، هغه خراسان ته چې په کتابونو کې یې لولئ، نه رسېږئ؛ هغه پښتونستان ته چې په شعارونو کې یې اورئ نه رسېږئ؛ بلکې د دغه سناریو په شکل یوڅه سره به مخ شئ. البته چې دا سناریو یو بل شی هم لري. 

د دې سناریو اجرا کېدل دوه یا درې نسلونه تباهي هم غواړي. کډوال کېدو، وژل کېدو، پولې کښلو او وژنې ته ضرورت لري. هغه مملکت چې په تېر کې یې هېڅ وخت په سینه باندې کرښې نه دي راکښل شوي، ټوټه کېدل یې ستونزمن کار دی. خلک خپلو خاطراتو، له خپل وطن، تاریخ او تګلارې سره په اسانۍ مخه ښه نه کوي. ډېر خلک شاید دې ته ترجیح ورکړي چې، کډې ونکړي او تر مرګه پورې مبارزه وکړي. 

خورا مهمه ده چې د بایډن خبرې جدي وګــڼو مونږ باید له راتلونکي ګواښ نه منکر نه شو. د هېواد فضا د بارودو او وینې بې مخینې وږم په سراخیستې ده. وژونکي او ډېر ورانووکي موجونه د رامنځته کېدو په حال کې دي. که چېرې نه خوښوئ چې د افغانستان ځای د حقانيې خود مختاره ایالت، د افغانستان متحده امارات او د خراسان فدرالي جمهوریت ونیسي نو ځانونو ته ټکان ورکړئ. له قومي، مذهبي، سمتي او ژبني غفلتونو نه را بېرون شئ، د یو او بل ترڅنګ ودرېږئ او د خپل مشترک کور له ټوټه کېدو نه مخنیوی وکړئ.

که چېرې افغانستان له منځه لاړ، اصلي مسئوولیت به یې د سیاست والو، باسوادانو، مدني فعالانو او لیکوالانو ترغاړې وي چې ډلې، ډلې له یو او بل نه په انکار کولو بوخت دي. له هېڅ تحول نه درس نه اخلي. د اروپایانو او امریکایانو خیراتي کورونو کې ناست دي، مګر پر انټرنیټ باندې خپل هېواد کې د قومي، ژبني، سمتي او مذهبي کرکې او نفرت په خلق کولو بوخت دي. 

همدا اوس هم فرصت لرو. راځئ مخ په مخ شو سره، یو او بل ته ووایو چې ته مې هېوادوال یې. هېوادواله زه له تا نه انکار نشم کولی. ددې پرځای چې له یو او بل نه انکار وکړو، باید را ټول شو، په هره عرصه کې د یو او بل په وجود اعتراف وکړو. ممکن دا وارې بریالي شو او کوم خوبونه چې زمونږ ګاونډیان، عربان او لوی قدرتونه یې زمونږ په اړه ویني، په اوبو لاهو کړو او یو واحد او دیموکراتیک افغانستان جوړ کړو.

4 COMMENTS

  1. کله مې [ّ ډآ ځپءّ ،آءيډأّ، اډووکې مې په سؤن شول، ځينې د دې پر ځای چه ورباندې فکر وکړي، سخت احساساتي غبرګوون يې وښودل او په دريه ژه يې لیکلی ؤ چه ما د ده ځواب په دری زبه ورکړ:

    سلام به محترم انوری، من نخواستم متن نوشتهٔ شما را تحت عنوان ؛«”جو”! جفنگ میگوئی»، نخواندم، برای اینکه از عنوانش بر می آید که احساسات شما در آن نهفته است، که با تعقل سر و کاری ندارد. آقای *بایدن* واقعیت سخت تلخی را اظهار نموده که دود استخوانم را به هوا کشیده است! روی این موضوع نباید احساسات مردم را دامن زد بلکه باید عمیق مطالعه و اندیشید، و بیجاه نیست که محترم وحدت صاحب «فراخوان ملی» را بزرگمنشانه پیشنهاد نموده اند، آنچه من از سال ۱۹۸۳ مستند با شاهد در پیش گرفتم و چون با یک سلسله دون صفتان جاهل که موضوع را طرح میخواستم بنمایم که زنده اند، با تمسخر بر علیه من منفی بافی ها کردند، جبراً در سال ۱۹۸۵ فلم «غم افغان» را ترتیب که در سینماها و تلویزیون ها و فستیوالهای بین المللی نشان داده شد با هدف اینکه اگر افغانها متوجه گردند که افغانستان به سوی نابودی روان است!
    برای جامعه ساختن لیاقت، فهم و دانش و اندیشه به کار است و نه احساسات! هرچند نهایت نا وقت است ولی با فراخوان وحدت صاحب موافقم نسبت به احساسات شما که آیا یک کتلهٔ خاص باهم خواهد نشست و روی این موضوع جدی و عمیق مشوره ها و بعد مٔودبانه به یک سلسله دید و وادید ها در جامعهٔ بین المللی ملی ، البته قبلاً با افغانها در داخل وطن مشوره ها صورت گیرد، و غیره! این صدای شما برای اطفال کم عقل بسیار خوش آیند است، اما سخنان آقای بایدن بی جاه نیست!‌ عمیق مطالعه دارند که یک اقلیت مطلق با ریشه های بیرونی میخواهد درین خطه بر اکثریت تام حکومت کند، کدام دیموکراسی و عدالتی در جهان چنین حکم مینماید؟. از همه محترمین خواهشمندم که نه احساساتی بلکه با اندیشه روی این موضوع بنویسند که آیا راه بیرون رفت وجود دارد یانه؟ من فکر میکنم که آنچه جنرال شتاهل سویسی در سال ۱۹۹۰ با احساسات به من گفت که افغانستان تجزیه میشود، واقعیتیست استخوان سوز!و آرزوی دیرین اروپای غرب، از ۳۱۹۸ سال به اینطرف و بر اساس اسناد مؤثق!!! ناگفته نماند که پیشنهاد وحدت صاحب به پول هنگفتی ضرورت دارد اگر بتواند عملی گردد. با درد و اندوه!

  2. د ډالرو غلامه کاسی ، تاسی ته د اجنبیو غلامی میراثی پاتی دی هغه وخت د تاسو اقاربو له خوا د غازی امان الله خان د ملت ارمانونه تر خاورو کړل او اوس تاسی پاتی شونی د افغانستان تقسیم کیدل د امریکا په مرسته نه یوازی ناچیزه ښکاره کوی بلکه ( د امریکا د ډالرو له خاطره ) ادعا کوی چی نه امریکا نه بلکه د ستا جنرال شتاهل سویسی چی افغانستان د اروپایانو له خوا تجزیه کیږی او همدارنګه همدی جنرال درته ویلی دی چی پښتانه باید له مینځه ولاړشی ، خړوسه سپین سترګی هم حدود لری!!!!
    حتی نظام الدین وحدت مرتجع او رشوتخور ( دکرزی وخت کښی د هالند څخه کابل ته ولاړ ) ته تاسی فراخوان ملی وائی په واقعیت کښی تاسی د افغان ملت اصلی دوښمن یاستۍ او د فریبی لپاره رنګارنګ چرندیات نوشته کوی !!!!

  3. کاسی ګله دا ارمان به د ګور ته یوسې په منطقه کې شا اوخوآ ۶۰ ملونه پښتانه پراته دي په ښه او بده ورځ تل سره يو ځای کیږي او دهیچا پر،وا هم نلري ته باید دزمري او هېین فرق وکړې ، زمرة ښکار کوي خو هېین یې پیا په ټيټ سر او ټيټو سترګو پاتې شونی خوري ! پښتانه به د نورو ملی عناصرو سره یو ځاي هیچاته اجازه‌ ورنکړي چې ملت افغانستان ته یې نقص او تاوان واړوی ! تاسو تل په سپيګانه د شیدو سر وهلی دی او نور مو بس دي نور داملت ارامه پرېږدۍ !

  4. هر هغه څوک چه په هره ژبه د افغانستان د ټوټه کیدو خیالونه، شعوری او غیر شعوری خبری او نور دغه ډول بیځایه چټیات لیکی او یا یی وای، لمړی دغه ډول خلک روغ نه دی، کیدای شی عقلی او عصبی تکلیف ولری، او یا غواړی په دغه ډول لیکنو ځان په خلکو کی مشهور کړی.
    بل دا چه دغه ډول خلک افغانان نه دی او نه به وی، د افغانستان ریښتنی بچی او د دغی ټاټوبی اصلی واریثین او مالیکان به د لوی افغانستان او لوی احمدشاه بابا پخوانی ملکیتونه هم قبضه کوی.
    82 کلن جوبایډن شکرونه اوباسی چه د افغانستان څخه یی خپلی پښی په منډو وویستلی، د 80 میلیاردو ډالرو اسلحه تری پاتی شوه، په دغه هکله بایډن تر اوسه د ډونالډ ټرم د پیغورونو څخه خلاص نه دی. بل دا چه امریکا د ویتنام څخه په تیښته ووته ایا وروسته یی د ویتنام د تجزیی خیال او زور درلود، په سوریه کی ورته پوتین کوم عزت پریښود، همدا اوس د شمالی کوریا او چین په سخت جنجال او په اوکراین کی د روسی او په امریکا کی د اولسی مخالفتونو سره لاس او ګریوان ده.
    که د وطن دغه حرام نمکی او متعصب تجزیه غوښتونکی د بایډن خبری معکوسی او چپه کوی، یو ځل دیی د امریکا تاریخ ته هم نظر واچوی. او هم دیی د زمریانو وطن او اتل احمدشاه بابا تاریخ ته هم نظر واچوی، او هم دیی د انګریزانو، شوروی اتحاد او اوس د امریکا په نیمه شپه تیښتی ته هم نظر واچوی.
    د دیی وطن اصلی وارثین اوس د بل هر وخت څخه زیرکه او هوښیار دی، تجزیه غوښتونکی هره لحظه تر تعقیب او سترګو لاندی ساتی.
    مرګ د افغانستان په کورنی او بهرنی د ښمنانو او حرامنمکه جاسوسانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب