Homeخبرونهد کندوز زندان بنديان تښتیدلي او پر ښار پوځي حالت حاکم شوی

د کندوز زندان بنديان تښتیدلي او پر ښار پوځي حالت حاکم شوی

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) راپورونه وايي، چې د کندوز ولايت د مرکزي زندان بندیانو نن ناوخته په ډله ییزه توګه له زندانه تيښته کړې او په کندوز ښار کې پوځي حالت حاکم شوی.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د تښتیدلو بندیانو شمېر تر ۲۰ تنو دی.

دغه بنديان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي وو.

سرچینو ویلي، چې د کندوز د زندان بندیانو د زندان له بامونو څخه ځانونه غورځولي او فرعي کوڅو ته یې تېښته کړې ده.

عیني شاهدان وايي، چې طالبانو د بنديانو د نیولو لپاره په پرله پسې ډول ډزې کړي، چې د ښار وضعیت سره پوځي بڼه غوره کړې او خلک سخت ويريدلي.

طالبانو د کندوز د وضعيت په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...