Homeخبرونهتخار؛ د ملا د ټاکلو په سر له ط سره په جومات...

تخار؛ د ملا د ټاکلو په سر له ط سره په جومات کې جګړه شوې ده

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) د تخار په یوه جومات کې نن د طالبانو له لوري د ټاکل شوي ملا امام د معرفۍ پر وخت د وسله والو طالبانو ځايي خلکو د نښتې خبر ورکړل شوی.

ويل شوي، چې طالبانو د تخار د مرستيال والي ملا جان محمد په لارښوونه د تالقانو ښار یوه جومات ته نوی ملا معرفي کاوه، چې ځايي خلکو یې مخالفت کړی.

 ‏‏‏‏‏په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د نوي ملا د معرفۍ اعلان نن د جمعې ورځې د لمانځه پر وخت کيږي او د لمانځه ډېری ګډونوال یې مخالفت کوي.

له دې سره پر لمونځ کوونکو د طالبانو د ډزو او یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړل شوی.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، دوی حتا یو زیات شمیر هغه ملایان هم له دندو ګوښه او پر ځای يې طالب ملايان ټاکلي، چې د جمهوري نظام پر مهال يې د طالبانو پلوي کوله.

يو شمير داسې ګوښه کړل شویو ملايانو په رسنيزو شويو ویډیوګانو کې طالبان د واک لپاره په جګړې تورن کړي او ويلي، چې پر غير طالب ملایانو ېې حتا د جوماتونو ملاتوب هم نه لوريږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...