یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد تمنا پرياني په نوم د ښځینه فعالې پر کور چاپه اچول...

د تمنا پرياني په نوم د ښځینه فعالې پر کور چاپه اچول رد شول

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) ‏‏‏‏‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د تمنا زریاب پرياني په نوم د ښځینه فعالې د هغې ادعا ته غبرګون وښود، چې د طالبانو له لوري یې د دې پر کور د چاپي اچولو په اړه کرې وه.

ميرمن پریاني څو شپې وړاندې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو، چې طالبانو د هغې په کور چاپه وهلې.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د نوموړې پر کور د هيڅ ارګان له لورې چاپه نه ده وهل شوې.

طالبانو ادعا کړې، ‏چې ځينې کسان په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخیستو او د دوی د بدنامۍ په غرض دا ډول هڅې کوي خو دا ډول کړنې دوی پورې هیڅ تړوا نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ډېرو نورو مواردو کې هم طالبان د ښځينه او مدني فعالانو، خبریالانو او د جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي منسوبینو په وژلو، شکنجې او نادرکه کولو تورن شوي.

په دې اړه ګڼې مستندې ویډیوګانې هم خپرې شوي، چې د ډېرو په اړه یې طالب چارواکي چوپه خوله دي.

2 COMMENTS

  1. بښنه غواړم رښتيا به وايو ددغې خو سترګې د رڼډۍ دي، او له حده زياته بې حيا فاجره ده. دغه خبيثه په دې توګه غواړي سي ځان غرب ته ورسوي او يا له د پنجاب جاسوسه شيشکه يوسفزۍ جوړه کړي. زه دداسي فاحشو په هکله د طالبانو ددريځ ملاتړ کووم، دا پخپله لوڅه ګرزي او نورې هم غواړي بي سيرته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب