یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد بایډن خبرو ته غبرګون، ط بيا د امريکا د ماتولو ادعا...

د بایډن خبرو ته غبرګون، ط بيا د امريکا د ماتولو ادعا وکړه

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) ‏‏‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري.

د دې وزارت ویاند وایي، د امریکا تر وتلو وروسته دوی په هیواد کي په لږو سرچينو او کم وخت کې سرتاسري امنيت ټينګ او واحد نظام رامنځ ته کړ.

طالبانو په دې غبرګون کې یو ځل بیا امريکا او متحدينو ته یې د ماتې ورکولو ادعا کړې او ویلي، چې که افغانستان متحد ملت نه لرلای، امريکا متحده ايالاتو او متحدينو ته یې « ماتې» نه شوه ورکولای.

د طالبانو دغه ادعاوې په داسې مهال دي، چې د دوی منتقدین پر افغانستان د طالبانو په واکمنیدو کې له امريکا متحده ايالاتو سره د دغې ډلې « پټه معامله» تر هر څه مهمه ګڼي.

طالبان بيا امريکا سره معامله ردوي، خو ورڅخه د بشري او نورو مرستو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب