یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملا منیر: د نجونو د زده کړو ځنډ دايمي نه، لنډ مهاله...

ملا منیر: د نجونو د زده کړو ځنډ دايمي نه، لنډ مهاله دی

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) ‏‏‏‏ د طالبانو د وزارت سرپرست مولوي نور الله منیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبورا لاینز او د افغانستان لپاره د یونیسف د ښوونې له برخې مسوولې ادرینا اوجیلار سره لیدلي.

هغه په دې لیدنه کې وویل چې د طالبانو حکومت د هېواد ځوان نسل ته د زده کړې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

‏ نوموړي زياته کړه: د راتلونکي تعلیمي کال په پیل سره زیاته هیله موجوده ده چې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.

د طالب وزير په خبره، د اوس لپاره د نجونو په زده کړه کې رامنځته شوی ځنډ دایمي نه بلکې لنډ مهاله دی.

د طالبانو پوهنې وزارت ويلي، چې ډیبورا لاینزاو د یونیسف مسوولې ادرینا اوجیلار دواړو د ښوونې په برخه کې د دوی پالیسي او د پوهنې وزارت هڅې وستایلې او په دغه برخه کې یې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

سرچينه زياتوي: په کتنه کې پرېکړه شوې چې د پوهنې وزارت او یونیسف تخنیکي ټیمونه به پرله پسې ناستې کوي چې دواړه په ګډه د هېواد ښوونیز بهیر د ملاتړ لپاره یو غوره طرحه ترتیب کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د میلیونونو نجونو پر زده کړو، دندو او فعاليتونو بندیز لګول شوی، چې په کور دننه او نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب