یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد‌ ط استخباراتو یو شمېر خلک او رسنۍ د ديني او ملي...

د‌ ط استخباراتو یو شمېر خلک او رسنۍ د ديني او ملي ارزښتونو په سپکاوي تورن کړل

تاند:( جمعه، د دلوې لومړۍ) ‏‏‏د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي چې ځینې کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه د ديني او ملي ارزښتونو سپکاوی کوي او د دوی پر حکومت بې بنسټه تورونه پورې کوي.

دغه رياست په یو لړ ټويټونو کې ويلي، چې په دغه برخه کې یو شمېر رسنۍ هم بې بنسټه تورونه رسنیز کوي.

د طالبانو استخباراتو د دغو خلکو او رسنيو پر وړاندې د اقدام خبرداری هم ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې د طالبانو استخباراتي اداره په مختلفو پلمو د دوی د فکري مخالفانو په وژلو، بندیانولو او شکنجې تورنیږي.

طالبانو تر اوسه نه دي ويلي، چې د کوم قانون په اساس حکومتولي کوي او له خپلو بندیانو، مخالفانو او نورو خلکو پر وړاندې په کومه قانوني مبنا چلند کوي؟

د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک دغه وضعيت ته په اشارې وايي، چې افغانستان د نړۍ يوازينی « بې قانونه حکومت» لري.

3 COMMENTS

  1. تالبانو چی د اسلام د سپیڅلو شعارونو او سمبولو نو لاندی د اسلام د مقدس دین سره کوم خیانت کړی او د اسلام ددین يی کوم سپکاوی کړی او لګیا دی کوی يی د اسلام په تاریخ کی بل چا نه دی کړی او ساری نه لری..

    تا لبان خپل تور جهالت او وحشت سپیڅلی دین او شریعت بولی او ځانونه ددې دین مالکان او ټیکه داران او د ځمکی خدایان ګڼی.

    له بده مرغه ددوۍ ناپوه او ددین او اسلام نه ناخبره او بی علمه جاهلان ملاتړی د دوۍ دوحشت او تور جهالت نارواکړنی د هغه لوی هدف په لاس ته راوړلو کی چی زورواکۍ ټینګول او د خلکو په ستونی خپی ایښودل دی برحق ګڼی او د ټوپک او ډانګ په زور ورباندی خپلی ناروا غوختنی او خواهشات ورباندی چی د اسلام او انسانیت سره په ټکرکی دی ومنی.

    همداراز زمونږ ویده ولس داسی فکر کوی چی دا دو حشت او تور جهالت ټیکه داران به چی خبری ددین او اسلام کوی او کارونه د وحشیانو او ځناورو کوی په معجزانه ډول دوۍ ته د پاکستانی جعلی نصرت په برکت د نرانو خرو نه ورته د سپینو چینو شیدی راو بهوی.

    دا وحشت او تور جهالت د افغانستان او افغانانو لپاره د هغی بدبختۍ او تباهۍ زیری دی چی نه یوازی دا نسل بلکه راتلونکی نسلونه به هم ددې تور څادر چی نن په ټول افغانستان غوړیدلی د بدبختۍ ترخه میوه و څکی.

    همدا راز په هیواد مین افغانان باید پدی وپوهیږیرچی د تالبانو ټولی کړنی د پښتونولۍ او د افغان د ننګ او غیرت سره په ټکر کی دی او تالبان پښتونولی او د افغان ننګ او غیرت ددوۍ د پستۍ او بی غیرتۍ کړنو په وړاندی تر ټولو لوی خنډ بولی او دا کوښش کوی چی د افغانانو او پښتونولۍ ارزښتونه پایمان کړی او د خلکو د غیرت او پښتونولۍ احساسات له منځه یوسی او ددوۍ بی پته کړنو ته بیا څوک په بد نظر ونه وګری.
    دوۍ د ملی ارزښتونو او پښتونولۍ لوی د ښمنان دی او داسی کړنی يی هره ورځ د ټول ملت د سترګو په وړاندی دی.

  2. په ډیرو لنډو ټکو باید وویل شی چی طالبان د افغانانو او ددی خاوری اصلی زامن او دخپل کلتور فرهنګ او داسلام دسپیڅلی دین لپاره یی بی ساری قربانۍ ورکړی دی دا چی دغرب ګوډاګیان بی فرهنګه سیکولران او جاسوسان یی تر اشغالګرو مخکی پسی تر باغو واړول اوس به خامخا دزړه بړاس چیری باسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب